پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهم.م: په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې ډېرې شوي. له کورونو...

م.م: په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې ډېرې شوي. له کورونو ایستل شویو پارکونو ته پناه وړې

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي چې د روان کال په اګست میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې ډېرې شوي دي.

د دې ادارې په وینا، د اپرېل له پیل څخه د اګست تر ۲۱مې پورې ۵۳ زره او ۲۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې له دوی څخه څومره کسان خوشې شوي او څومره بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

په همدې حال کې، ځینې افغان کډوال چې تازه له پاکستانه راستانه شوي، وایي سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، بیا هم په ځلونو د پاکستاني پولیسو له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

له کورونو ایستل شویو کډوالو د اسلام اباد پارکونو ته پناه وړې

له بلې خوا سلګونه افغان کورنۍ چې کلونه یې په پاکستان کې ژوند کړی او قانوني اسناد لري، د پاکستان د حکومت او د کورونو د مالکانو د فشار له امله اړ شوې دي چې خپل استوګنځي پرېږدي او د اسلام‌اباد په عامه پارکونو کې په موقتي ډول واړوي.

اټکل کېږي چې د دغو بې ځایه شویو کسانو شمېر تر یو میلیون زیات وي. دوی له وروستیو بارانونو وروسته تر پلاستیکونو، ترپالونو او موقتي خیمو لاندې پناه اخیستې ده.

۲۶ کلنه سامیې، چې تازه یې ماشوم زېږولی، رویټرز ته ویلي: «ماشوم مې اووه ورځنی و چې دلته راغلو، اوس ۲۲ ورځې تېرې شوې… خواړه نه لرو او ماشوم مې ناروغ دی خو ډاکتر نشته.»

افغانې کورنۍ په دغو موقتي کمپونو کې له ګڼو ستونزو لکه لوږې، ناروغۍ او د روغتیایي اسانتیاوو له نشتوالی کړېږي.

د اسلام‌اباد پولیسو دا ادعا ردوي چې ګنې څوک یې ځورولي دي، خو کډوالو ته یې خبرداری ورکړی چې ځای پرېږدي او یا د ساتنې مرکزونو ته ولېږدول شي. ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې وضعیت «بحراني» بللی او له پاکستانه یې غوښتي چې د هغو افغانانو له خبري ستنولو ډډه وکړي چې د قانوني استوګنې امکان نه لري.

ډېری بې‌ځایه شوي افغانان د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته بېرته ستنېدا ناممکنه بولي. پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانانو پر وړاندې پراخ کمپاین پیل کړی او هغوی یې پر بېلابېلو جرمونو په ځانګړي ډول پر تروریزم تورن کړي، هغه تورونه چې د افغانستان حکومت یې ردوي.

وروستۍ پراخې شړنې، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۵ د سپټمبر له لومړۍ نېټې د وروستي ضرب‌الاجل له اعلان وروسته، د  لوی بشري کړکېچ سبب شوی او ګڼ افغانان یې له بې برخلیکۍ او بې‌کوره کېدو سره مخامخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...