په وروستیو څو کلونو کې یو تود بحث دا دی چې ټکنالوژي د دندو اغېزمنتیا ډېروي که یې ځای ناستې کېږي، خو نوې څېړنې ښيي چې په تېرو څو لسیزو کې ټکنالوژي د دندو له منځه وړونکې ډېره وه تر دې چې دندې جوړې کړي.
مصنوعي ځیرکتیا (AI) او روباټیک کولای شي دغه بهیر لا چټک روان وساتي او د انفلاسیون (قېمتونو د لوړوالي)، د دولتونو د رول او حتی د امریکا او چین د اړیکو لپاره مهمې پایلې ولري.
مصنوعي ځیرکتیا په وروستیو اوونیو او میاشتو کې حیرانوونکی پرمختګ کړی دی؛ داسې چې پرمختللي ماډلونه لکه ChatGPT-5 د څو رسنیزو وړتیاوو او د متن، انځور او غږ د تحلیل کولو توان لري او په څو میاشتو کې یې د ګڼو دندو معادلې بدل کړې دي.
په تاریخ کې ډېری وخت ټکنالوژي نوي صنعتونه رامنځته کړي او هغو کارګرانو، چې له زړو دندو ګوښه کېدل، په نوېو برخو کې د کار موندلو چانس درلود. نن ورځ شاوخوا ۶۰ سلنه اوسني شغلونه یا دندې په ۱۹۴۰ کال کې نه وو موجود؛ په مسلکي برخو کې دغه شمېر ۷۴ سلنې ته رسېږي.
خو لکه څنګه چې د رویټرز اژانس د زمري پر ۲۸مه راپور ورکړ، نوې څېړنې ښيي چې امریکا یوې مهمې مرحلې ته رسېدلې چې ټکنالوژۍ تر دې چې نوې دندې وزېږوي، ډېرې له منځه وړي دي.
د MIT اقتصادپوه ډېوېډ آوټور، وايي له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې هغه دندې چې په اتومات ډول له منځه تللې، په بشپړه توګه د نوو دندو له لارې جبران شوې نه دي. هغه یادونه کوي هغه ماشینونه چې یوازې له انسان څخه ځواکمن وي (لکه تراکټور) د تولید وړتیا ډېروي، خو هغه ماشینونه چې له انسان څخه “هوښیار” وي، د کارګر ځای ناستي کېږي. او مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ تر ډېری انسانانو هوښیارېږي.
د OECD او PwC راپورونه هم اټکل کوي چې د پرمختللو بازارونو ترمنځ ۱۵ تر ۳۰ سلنه دندې د اتومات کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د نړیوال اقتصادي فورم تازه راپور وایي چې دندې د ځای ناستې دندو د رامنځته کېدو سرعت له مصنوعي ذهانت د ډیټا له کچې سره تړلی دی. په هغو صنعتونو کې لکه مالي سکتور چې ډیټا ډېره او منظمه موجوده ده، AI ډېر ژر کولای شي کارونه اتومات کړي او د کارګرانو خطر ډېر وي. خو په هغو برخو لکه روغتیا کې چې ډیټا محدوده او حساسېږي، د AI کارونه ستونزمن او بهیر ورو وي. په دې توګه، هغه دندې چې له ډېرې ډیټا سره تړاو لري ژر له بدلون سره مخامخ کېږي.
له بلې خوا، د Axios وېبپاڼې د MIT “په سوداګرۍ کې د AI وضعیت ۲۰۲۵” راپور ته په اشارې لیکلي چې AI لا تر اوسه د امریکا کورني مشاغل نه دي ځای ناستي کړي، بلکې زیاتره د بهرنیو او برونسپاري شوو کارونو پر ځای کارول کېږي. شرکتونه د کارکوونکو د شړلو پر ځای د برونسپاري قراردادونه لغوه کوي او له دې لارې مالي ګټه ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه یوه کمپنۍ یوازې د ۸۰۰۰ ډالرو په لګښت د AI یوې وسیلې سره کلني ۸ میلیونه ډالر سپما کړې ده.
د راپور له مخې، په امریکا کې په لنډمهال کې یوازې ۳ سلنه دندې د ځای ناستې کېدو په خطر کې دي، خو په اوږدمهال کې دغه شمېر تر ۲۷ سلنه رسېدای شي. سره له دې، ۹۵ سلنه پانګونه په تولیدي (جنرېټیف) AI کې لا تر اوسه ګټوره نه ده ثابته شوې. خو وروستي راپورونه ښيي چې وده کوونکی AI د اداري دندو لپاره د پام وړ ګواښ دی؛ په داسې حال کې چې تخنیکي، صنعتي او خدماتي کارونه تر ډېره خوندي پاتې دي.
تحلیلونه څرګندوي چې د نل دواني، برېښنا، ویلډینګ او د یخچال/کولر د کانال جوړونې په څېر دندې چې فزیکي حضور او لاسي مهارتونو ته اړتیا لري، لږ تر لږه د AI د ځای ناستې کېدو له خطر سره مخامخ نه دي، بلکې تقاضا ورته زیاتېدونکې ده.
د نن ورځې ډېری ځوانان د زدهکړو د لوړو لګښتونو، د اداري دندو د ناامنۍ او د اتومات کېدو د ګواښ له امله تخنیکي او مسلکي کارونو ته مخه کوي، او د مسلکي زدهکړو ښوونځي په دې نسل کې لا زیات شهرت او درناوی ترلاسه کوي.
پایلې
که په پای کې مصنوعي ځیرکتیا د دندو له منځه وړونکې شي، ښايي د انفلاسیون ضد اغېز ولري؛ ځکه پراخه بېکاري تقاضا راکموي. همداراز دولتونه، په ځانګړي ډول امریکا، اړ کېږي چې د ټکنالوژۍ له خاوندانو څخه بېکارانو ته د شتمنۍ د انتقال پروسه پیاوړې کړي.
ګټونکي به هغه هېوادونه وي چې تر نورو ښه ټکنالوژي رامنځته کړي او وکاروي. امریکا او چین د سترو پانګونو له امله په ټکنالوژۍ کې د برلاسۍ مقام لري. له همدې امله، که د دواړو هېوادونو سوداګریز جنګ هم لنډ وي، د ټکنالوژۍ جنګ به یې اوږد او اغېزمن وي.
دغه جګړه د سوداګریزې جګړې برعکس متحرکه او بدلېدونکې ده او یوازې د هېوادونو پر ثابتو ګټو نه محدودیږي.
په پای کې، ځینې باور لري چې د کارونو اتومات کېدل د نفوس د زړښت له امله د کارګر ځواک کمښت جبرانولای شي، لکه څنګه چې په جاپان او جنوبي کوریا کې لیدل کېږي. خو توپیر په دې کې دی چې د نفوس زړښت تدریجي بهیر دی، حال دا چې د ټکنالوژۍ تکامل په هندسي سرعت روان دی. همدا چټکتیا راتلونکی د ټکنالوژۍ په ګټه کوي، نه د انساني ځواک په ګټه.