Home+ولې مو تل ساړه کیږي؟ | ډاکټر ش میره کی 

ولې مو تل ساړه کیږي؟ | ډاکټر ش میره کی 

د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د وسپنې کموالی هم دی، وسپنه په سرو ژونکو (سرو کرویاتو ) کې د هغوی د ښې دندې رسونې لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، داسې چې په ښه توګه د بدن هرې برخې ته اکسیجن ورسوي.

هر انسان له بل انسان نه د یخنۍ د احساس په تړاو توپیر لري، که څه هم د سړو په پرتله د ښځو ډېر یخ کېږي، د اړوندې روغتیا برخې کارپوهان وايي، هغه انسان چې تل د یخنۍ احساس کوي، لاملونه یې ځینې ناروغۍ دي.

په تایراید مرغېړي (غده) کې ستونزه

تایرایډ یا تیموس مرغېړی په بدن کې د ګرمې  هوا او د حرارت د درجې ساتلو د سیستم کار مخته بیايي، تایرایډ مرغېړی بدن تود ساتي، خو کله چې د دغه مرغېړي فعالیت ټیټ شي، انسان د سړوښې احساس کوي.

په دې حالت کې انسان داسې انګیري چې تودېدو ته اړتیا لري، او تایرایډ مرغېړی لا نورې تودوخې تولیدولو ته اړباسي.

کله چې د بدن حرارت لوړ شي، تایرایډ مرغېړی خپل کار پرېږدي.

د وینې جریان کې نیمګړتیا

د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې دمنظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي انسان په پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي.

په بدن کې د وینې د جریان ډېر عوامل دي، د زړه ناروغي، د وینې رګونه کله چې زړه او د وینې رګونه کمزوري شي، زړه ته د وینې د پمپ کولو چاره ګرانه تمامېږي، همدا ده چې لاسونو او پښو ته د وینې په رسولو کې په فعال ډول د زړه فعالیت ټیټېږي.

د شکرې ناروغۍ

ډېر کله د شکر ناروغي د ‘حدودي عصب’ د نیمګړتیا لامل ګرځي، د دې ناروغۍ نښې بې حسوالی او په پښو او لاسونو کې درد وي، دا چې زیانمن شوی عصب دماغ ته د بدن د حرارت د درجې استولو دنده لري، امکان لري د شکر ناروغي لرونکي کسان تل د یخنۍ احساس وکړي.

لږ خوب 

امکان شته چې لږ خوب هم په عصبي سیستم کې ګڼې ستونزې راوټوکوي، او په دماغ کې د بدن د حرارت د درجې دګډوډۍ لامل وګرځي، د طب عالمانو په یوې څېړنې کې څېړونکو شل ځوانان ټیک شپیته ساعته له خوبه محروم وساتل، پایله یې دا شوه چې د بدن د حرارت درجه یې د خوب له کبله ټیټه شوه.

د وسپنې د کچې کموالی

د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د وسپنې کموالی هم دی، وسپنه په سرو ژونکو کې د هغوی د ښې دندې رسونې لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، داسې چې په ښه توګه د بدن هرې برخې ته اکسیجن ورسوي.

د وزن کموالی

د هغو کسانو هم ډېر ساړه کېږي، چې وزن یې کم شوی وي، لامل یې دا دی چې بدن یې د یخنۍ پر وړاندې  په کافي اندازه غوړ له لاسه ورکړي وي، او د میتابولیزم پر کار منفي اغېز کوي، چې دا کار د بدن د حرارت پر درجې هم اغېز لرلی شي.

د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د وسپنې کموالی هم دی

د ”یو طبي ” وېبپاڼې په حواله، روغتیايي کارپوهان په دې اند دي چې په بدن کې باید د غوړو له امبارولو ډډه وشي، د طبیعي وزن ساتنه انسان ته دا وړتیا ورکوي چې بدن یې په ښه توګه د تودوخې د درجې انډول وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...