Homeخبرونهد ایران نوي لوی مشر له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې له...

د ایران نوي لوی مشر له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې له یو بل سره همکاري وکړي

تاند (شنبه، د ۱۳۰۵ لمریز کال د وري/ حمل لومړۍ) د ایران نوي لوی مشر مجتبي خامنه‌یي د نوي کال (نوروز) په پیغام کې ویلي چې افغانستان او پاکستان د ایران لپاره ډېر نژدې هېوادونه دي.

د ایران رسنیو د مجتبی خامنه‌يي لیکلی پیغام خپور کړی، چې پکې هغه د نوي لمریز کال او کوچني اختر مبارکي ویلې ده.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي غوښتنه وکړه او افغانستان او پاکستان یې «وروڼه هېوادونه» وبلل. خامنه‌یي ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید د همکارۍ او تفاهم د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، څو د مسلمانانو ترمنځ وېش رامنځته نه شي او دا کار د «خدای د رضا» لپاره مهم دی.

نوموړي زیاته کړه چې دی په شخصي ډول چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره لازم ګامونه واخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې پاکستان پر افغانستان هوايي او مځکني بریدونه پیل کړي چې د افغانستان له غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو، هوايي بریدونو او د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر سر د تورونو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې د کمکي اختر په مناسبت د درو هیوادونو، ترکیې، سعودي او قطر په غوښتنه په موقتي ډول درول شوې دي.

د مجتبي خامنه‌يي د پیغام نورې برخې

هغه په خپل پیغام کې د ۱۴۰۵ کال شعار «مقاومتي اقتصاد د ملي یووالي او ملي امنیت تر سیوري لاندې» اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د اداري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره به «اغېزمنه حل‌لاره» وړاندې کړي. دا پیغام د ایران له تلویزیونه هم ولوستل شو.

مجتبی خامنه‌يي د خپل پیغام په پیل کې تېر کال ته اشاره کړې او ۱۴۰۴ کال یې داسې کال بللی چې د هغه په وینا، د ایران خلکو درې ډوله جګړې تجربه کړې: پوځي او امنیتي جګړې. هغه له اسرائیل او امریکا سره ۱۲ ورځنۍ جګړه، د «دی میاشتې اعتراضونه» (چې هغه یې «کودتا» بولي)، او همداراز  یې له امریکا او اسرائیل روانه جګړه یادې کړې دي.

هغه لیکلي چې امریکا او اسرائیل فکر کاوه د نظام د «مشر» په وژلو به د دوی په ګټه یو لوی ولسي خوځښت رامنځته شي، خو د هغه په وینا هغوی «ناامیده» شول او پر ځای یې «سخت ګوزار» وخوړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...