د تېرو څو ورځو وحشیانه بریدونو، چې پنجابي رژیم پر افغان ملکیان ترسره او په سلګونه یې شهیدان او ټپیان کړل، دغه رژیم څو اهداف لري، چې نه یوازې ترلاسه کیدل به یې یو خوب پاتې شي، بلکې له افغان لوري په پوره ځواک سره ځواب به د دغه ظالم رژیم لپاره وژونکې او نابود کوونکې پایلې ولري او د دوی یقیني ماتې به، په دغه ترهګر رژیم د خپلو بادارانو باور نور هم کم کړي.
وحشي رژیم د ځان لپاره لاندې اهداف او فکرونه انځور کړي!
نورو هېوادونو او په ځانګړې ډول هند ته د زور ښودل:
ْ
په نړۍ کې هر کار او نورو ته د ځان ثابتولو ترټولو ښه نښه د زور ښکاره کول دي. اسراییل، امریکا، روس او نورو زبر ځواکونو په نړۍ کې هېڅ کومه د ویاړ کارنامه نه ده کړې. دوی ټول قوت لري او د هر ډول پېښې او کار ترسره کولو وړتیا پکې شته. خو همدغو قوتونو خپل قوت د بې ګناه او بې دفاع خلکو او نظامونو په شهیدانولو او له منځه وړلو کې مصرف کړی او لا یې مصرفوي. شوروي او اوسنۍ روسیه په شلمه پېړۍ کې راپاڅېد او د افغانستان په شمول یې په بې شمېره هېوادونو کې وینې تویول پیل کړل، دوی خپلو شومو موخو ته هم ونه رسیدل او د افغانستان ماتې د دوی د زوال پیل شوه او مات شول؛ خو خپل ځان او پوځ یې د یو ظالم او قاتل پوځ او نظام په نوم په نړۍ ور وپېژندل.
وروسته له شوروي څخه بیا امریکا او ناټو نړۍ په سر واخېسته او لاهم د بې ګناه او بېچاره خلکو په وینو تویولو بوخت دي. په عراق، لیبیا، افغانستان او ډېریو افریقایي هېوادونو کې د دوی په جنایتونو باندې کتابونه لیکل کیدلی شي. د دوی هغه موخه چې لري یې او پلمه کوي یې، ډېره غټه او مهمه نیسي، لکه په افغانستان کې د القاعدې، ترورېزم او اسامه پلمه کول او یرغل کول. عراق کې دایېش، له لیبیا څخه خطر، همداسې په افریقایي مظلومو هېوادونو کې د ناټو یا غربیانو له لورې په بېلابېلو بهانو یرغلونه او عاموژنې او تازه په ایران باندې د نړۍوالو قوانینو خلاف یرغل.
دا ټول مسایل چې دوی یې د یرغل لپاره دلیل او پلمه ګرځوي، د دوی د اهدافو پنځه فیصده هم نه جوړوي؛ بلکې ټول اهداف اقتصادي او نړۍ ته د زور ښودل دي او د ظلم او بې ګناه خلکو د شهیدانولو له لارې د نړۍ په خلکو کې د وېرې خپرول، ترڅو هېواد یې د خلکو په فکر د دومره ظلمونو له وجه قوي معرفي شي او راتلونکي کې نور هېوادونه هم د دوی هره غوښتنه ومني.
اسر!ییل څو کاله وړاندې هېچا هم د دومره لوی قوت په نوم نه پېژانده، لکه اوس چې نړۍ او د منځني ختیځ هېوادونو ته غټه بلا ښکاري. خو په وروستیو کې د دوی بشر ضد کړنې، دفلسطینیانو قتل عام، نسلوژنه، په ګاونډیو او اسلامي هېوادونو پرله پسې تېري او د ظالمو ملګرو (غرب+امریکا) مرستو د دوی قوت دومره زیات کړی چې، تازه یې په یو ترټولو لوی او قوي اسلامي هېواد (۱یر۱ن) هم یرغل کړی او دوام لري. دغو ظالمانه کړنو دغه یرغلګر، متجاوز او ظالم هېوادونه په ټوله نړۍ وپېژندل او د نړۍ هر کونج کې د دوی د ظلم خبرې کېږي.
پنجابی رژیم هم، له ډېر وخته، د داسې یو فرصت په لټه کې ؤ، چې د خپلو نسل وژونکو او وحشتناکو، ظالمانه، یرغلیزو او له انساني چوکاټ څخه بهر کړنو باندې په یو نا یو ډول ځان په نړۍ وپېژني او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دوی اړوند خبرونه هم نشر شي او لکه اسرا…، امریکا، روس، …. نړۍ کې د یو قوت په نوم پېژندل کېږي، داسې باید د دوی نوم هم واخېستل شي او نړۍ یې په خبرونو کې یادونه وکړي. په ځانکړې توګه د ملکي وګړو په کورونو او عامه تاسیساتو او روغتونونو باندې بمباري چې، سلګونه خلک یې شهیدان کړل، خپل سرسخت دښمن هند ته دا ښودل غواړي چې، که سبا له تا سره ښکېل کېږم هم، نو دا ډول غټ بمونه درباندې اچولی شم. که څه هم پنجابی رژیم د داسې بمونو په استعمال مخکې هم صرفه نه ده کړې او لسګونه زره بې ګناه خلک یې په کور دننه، په ځانګړي ډول پښتونخوا کې هم پرې شهیدان کړي دي او لا هم لګیا دی؛ خو په افغانستان برید یې د نړۍ د پام راګرځولو او بیا له ترورېزم سره د مبارزې په نوم بریدونه یې، د دې لپاره دي ترڅو هغه مفکوره چې نړۍوال او د سیمې هېوادونه یې د پنجابي رژیم د ترهګرۍ په د ملاتړ په تړاو لري، تغیر کړي. د یادونې وړ ده چې، پنجابی رژیم د خپلو اقتصادي ستونزو او قرضونو له امله، د داسې بمباریو د لګښت هېڅ وړتیا نه لري؛ بلکې خپل بادار امریکا، انګرېز او اسر!ییل د مصارفو بیه ورکوي. دوی په دغسې کړنو سره غواړي د متجازو او ظالمو پوځونو په ځانکړې توګه، د اسر!ییل د بشر ضد اعمالو پېښې وکړي.
په افغانستان کې د وسلو ختم او پوځ کمزوری کول:
لکه څه ډول چې تاریخ ثابته کړې ده چې، کرایي پوځ تل د ډالرو په مقابل کې حتاٰ په خپل ناموس او اسلام هم سودا کړې او د اسلام له نوم په استفادې یې د اسلام، مسلمان او اسلامي قوتونو او نظامونو د کمزورې کولو پروژې اخېستې او د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره یې ښې پرمخ وړې دي. د ډالر په بدل کې د مسلمان بندیانو سپارل، د اسامه په شهـ۱دت رسول، د اسلامي امارت د مشرانو پر سر سودا او ترټولو شرمونونکې، کرغېړنه او ناموس ضد کړنه یې د بې ګناه عافیې صدیقې، چې لاهم د ګوانتنامو په کرغیړن زندان کې د بند کلونه تېروي خپل بادار امریکا ته سپارل دي. د خپل ولس ځپل، مدرسې، جوماتونه بمبارول او عام ولس ځورونه خو یې دوامداره وظیفه ده.
دا ټولې هغه پروژې دي، چې پنجابي رژیم په ډېر ښه ډول د بادار په خوښه سرته رسولي دي.
د دغو ټولو پروژو په دوام یې تازه د افغانستان د پوځ د پوځي تجهیزاتو ختمول، د اسلامي نظام کمزوري کول او د ترهګرۍ ترنامه لاندې پر افغانستان ناکام یرغل دی. کوم چې یې د امریکا، اسر!اییل او غربي میړونو څخه د څو ډالرو په مقابل کې ترلاسه کړې ده. امریکا او اسرا۱ییل نه غواړي چې نړۍ کې دې کوم اسلامي حکومت په دومره کچه پرمختللې وسلې او تجهیزات ولري، لکه افغانستان او یا ایران او که لري یې هم باید زموږ به خوښه استعمال شي، لکه د پنجابي رژیم وسلې چې د دوی د امر انتظار دي. دوی دغه هدف ته د رسیدو لپاره په یو ځل په ایران او افغانستان یرغلونه پیل کړل، ایر۱ن پخپله امریکـ!او اسر!ییل تر بریدونو لاندې راوسته او د افغانستان پروژه یې پنجابي رژیم ته ورکړه. د پنجابي رژیم د دفاع وزیر له خبرو کټ مټ همدا برداشت اخېستلی شو، چې که چېرې پاکستان کې دننه هم کومه پېښه رامنځته کېږي، موږ به افغانستان کې وسلې په نښه کوو.
یعنې په هېڅ صورت دغه جنګ نه دروي او که د خبرو مېز ته راځي هم پنجابی رژیم په هماغه لحظه ناکام دی، منځګړي به د دوی دلایل نامعقوله بولي او مجبور دي خپل بریدونه به دروي. همدا علت دی چې، نه غواړي مذاکراتو ته کېني او د بادار پروژه یې نیمایي کې پاتې شي؛ چې د روانې جګړې له ترټولو سترو اهدافو یې یو همدا دی. ځکه خو یې د اطلاعاتو وزیر د خپل بادار د خوشالولو لپاره، هره ورځ افغانستان ته د اووښتو زیانونو دروغجنې شمېرې هم نشروي. په داسې حال کې چې د دوی لخوا د تلفاتو د نشر شوي شمېر په نسبت د اووښتو زیانونو حقیقي شمېر له یو فیصد هم کم دی.
انحرافي جګړه:
دا هغه جګړه ده، چې حکومتونه یې د خپلو ملتونونو د افکارو د انحراف او له اصل موضوعاتو څخه بل لوري ته د تغیرولو لپاره پیلوي او پرمخ بیایي.
پنجابی رژیم هم به داخلي سطحه د بې حده ډېرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی. د اقتصادي سقوط درشل، د تجارت او لارو بندښت، غربت، قرضونه او ترټولو غټ مشکل د امنیت نشتون خلک دېته اماده کړیدي چې، د حکومت په وړاندې پاڅون وکړي او له شته ستونزو خلاص شي.
ترټولو غټ چلېنج چې په سیاسي او امنیتي برخه کې پنجابي رژیم ته متوجه دی، هغه د (ت.ط.پ) او (بي.اېل.اې) ډلې او مخالف جهتونه دي؛ چې ولس یې د خپل رژیم په وړاندې قیام ته نږدې کړی او ډېر ژر ده چې، دا حالت په خپلو سترګو ووینو.
یاد رژیم د خپل ملت د فکر بدلولو او انحراف په خاطر په ډېر بې شرمانه ډول په افغانستان کې بریدونه پیل کړل او دغه جنګ یې له ترهګرۍ سره د مبارزې جنګ ونوماؤ. چې نه یوازې له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دی، بلکې د سخت ځواب او بدو پایلو انتظار هم باسي. دا هم باید ووایو چې انحرافي جګړه ډېر دوام نشي کولی؛ بلکې ژر به د دوی ولس هم د جګړې اهداف وپېژني او د پنجابي رژیم په مقابل کې به بېرته په هوش راځي.
پنجابی رژیم لا له وړاندې، په دغو ټولو موخو ترلاسه کولو کې ناکام دی.
له دغه اهدافو یو هم نشي ترلاسه کولی، خو له افغانانو سره دښمني، غلام فکر، د بادار انحرافي خوشالتیا، او د پنځو ډالرو ترلاسه کول یې بیا حتمي دي.
د قوي افغانستان په وړاندې د زغم نشتون:
پنجابي ګوډاګي مشران، نه غواړي چې داسې افغانستان یې په ګاونډ کې رامنځته شي چې، د دوی محتاج نه وي، له نړۍ سره اړیکې ولري او یا دې یو قوي مرکزي دولت، منظم پوځ، تجهیزات او غوره تعلیمي سیستم ولري.
پنجابی رژیم د خپلې دایمي او نه ختمیدونکې دښمنۍ په اساس نه غواړي چې، افغانان دې پرځان بسیا واوسي؛ بلکې هر وخت په افغاني دولت د نفوذ، واک او خپلو غوښتنو د عملي کولو په هڅه کې وي. که چېرې داسې ونه کړي، پنجابی رژیم د خپلو داخلي ستونزو له څو برابره کیدو سره مخ کېږي او د خپل اقتصادي سقوط او زوال خوب یې رښتینی کېږي. افغانستان د دوی د توکو ترټولو ستر مارکټ دی، نو که افغانستان ورسره بایکاټ کوي، طبیعي ده چې، تولیدات به یې په کور دننه خوسا او په وخت تېریږي، چې دا یو بېساری زیان دی؛ کوم چې بنجابی رژیم یې نشي برداشت کولی. په همدې اساس له بېلابېلو لارو په افغانستان فشارونه راوړي او خپل تولید ته د مارکټ تیارولو په هڅه کې دی. د افغانستان بې ثباتي او ګډوډي دغه هدف ته د رسیدو لپاره، ترټولو شه آپشن دی. پخوا هم په افغانستان کې د انرژۍ، تېلو او برښنا په زیربناوو او تاسیساتو بریدونه او ویجاړۍ، چې د خپلو نیابتي اشخاصو پرمټ یې په غیرمستقیم ډول ترسره کول، د دوی دا هدف ښه روښانه کوي.
لنډه دا چې افغان ترهغه د پنجابي دوست دی، ترڅو چې د دوی ټولو اوامرو ته لبیک وایي او که نه یې وویل په هماغه ورځ یې دښمن دی او په یو نه یو ډول به یې د ختمولو هڅه کوي. اوسني بریدنه هم د پنجابي رژیم د ټولو هغو موخو لپاره دي، چې غوښتل یې له افغانانو یې په رضا ترلاسه کړي، دا چې افغان حکومت لبیک ونه وایه، نو په یوه او بله پلمه یې بریدونه پیل کړل.
له افغان نوم سره ستونزه:
پنجابی رژیم په هېڅ صورت د افغان نوم نشي زغملی؛ که افغانان دوی په سرونو کېنوي، امنیت ته یې ودریږي، پخه ډوډۍ ورکړي، اقتصادي مشکل ورحل کړي، قرضونه ورته خلاص کړي، نو بیا به هم دوی افغان د دوست په صفت ونه پېژني.
تاریخ ګواه دی چې، دوی په ځلونو ځلونو د افغانانو په سر سودا کړې او زموږ په نوم یې پیسې ترلاسه کړې، یا د ګډوالو یا هم د مهاجرت او جهاد په نوم.
نو ګرانو هېوادوالو!
د غلام رژیم د دغه ظالمانه بریدونو بندیدل به د دوی په شرم پای ته رسیږي او ان شأالله لکه د نړۍ د سوپر طاقتونو په څېر به دا ځل د دوی زوی هم په ډېرې ټېټ سترګۍ سره له خپلو اعمالو غوږونه نیسي او توبه به باسي. دا کارونه حوصله او عزم غواړي، کوم دوه شیان چې د افغانانو په زړونو کې له پیدایښت سره سم په رسوخ پیل کوي.