Homeخبرونهټرمپ: ایران ته د ورکړي ضرب الاجل نتیجه به ډېره ښه وي

ټرمپ: ایران ته د ورکړي ضرب الاجل نتیجه به ډېره ښه وي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) د امریکا ولسمشر د ډونالډ ټرمپ، ویلي چې د ایران د برېښناکوټونو په اړه د هغه د الټیمېټم یا ضرب الاجل پایله به «ډېره ښه» وي.

ټرمپ د یکشنبې په ماښام د اسراییل له دیارلسم تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل: «ژر به ووینئ چې د برېښناکوټونو د ضرب الاجل په اړه څه پېښېږي؛ پایله به ډېره ښه وي.»

هغه زیاته کړه: «ایران به بشپړ له منځه یووړل شي او دا کار به ښه پر مخ ولاړ شي.»

نوموړي تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې که ایران د ۴۸ ساعتونو په لړ کې هرمز تنګی «په بشپړه او بې‌ګواښه» پرانه نېزي، نو امریکا به د دې هېواد برېښناکوټونه له منځه یوسي.

د ټرمپ دغو څرګندونو ته د ایران له لوري غبرګون وښودل شو. سپاه پاسداران ګواښ کړی چې که پر ایراني برېښناکوټونو برید وشي، نو هرمز تنګي به «په بشپړه توګه» بند کړي او د اسرائیل او د سیمې د هېوادونو تاسیسات به له یوې مخې وولي.

ټرمپ په همدې مرکه کې پر ناټو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دې تړون غړي هېوادونه د ایران پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي او دا «د شرم وړ» ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...