تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲ مه) د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي اعلان کړی چې د پاکستان غوره لیګ یا سوپر لیګ (PSL) د پرانیستې مراسم لغوه شوي دي.
هغه په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پرانیستې مراسم د لګښتونو د کمولو لپاره لغوه شوي او سیالۍ به یوازې په دوو ښارونو، یعنې کراچۍ او لاهور کې ترسره شي، چې پیل به یې هم له لاهوره کېږي.
محسن نقوي زیاته کړه چې د PSL ۱۱م پړاو به د مهالوېش له مخې د مارچ په ۲۶مه پیل شي او دا لیګ به په هر حال کې ترسره کېږي، ځکه دا یو نړیوال برانډ دی او بهرني لوبغاړي هم پکې ګډون لري. هغه وویل چې ډېر ژر به نوی مهالوېش اعلان شي، څو د ټیمونو تګ راتګ پکې لږ شي.
د هغه په وینا، سیالۍ به له نندارچیانو پرته ترسره شي او د ټکټ اخیستونکو ته به خپلې پیسې بېرته ورکړل شي. نوموړي له مینهوالو، په ځانګړي ډول د پېښور له خلکو، بخښنه وغوښته او هیله یې څرګنده کړه چې د سیمې وضعیت ژر عادي شي.
نقوي وویل چې که سیالۍ ځنډول شوې وای، نو بیا به ورته مناسب وخت (window) نه وای، او ټینګار یې وکړ چې د امنیت له پلوه کومه ستونزه نشته او ټول امنیتي بنسټونه چمتو دي. هغه دا هم وویل چې استخباراتي ادارو د احتمالي ګواښونو مخه نیولې ده.
هغه په پای کې زیاته کړه چې د سپما د پالیسۍ له مخې به نندارچیانو ته لوبغالي ته د ورتګ اجازه نه وي او ټول ټکټونه به بېرته ورکړل شي.