تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲ مه) په کابل کې د طالبانو حکومت وايي پاکستان يو ځل بیا پر افغانستان بریدونه پيل کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستيال وياند، حمدالله فطرت نن (یکشنبې) پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې نن سهار پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان ګولۍ ویشتلي چې له امله یې يو نارينه وژل شوی او يوه ښځه ژوبله شوې ده.
تر دې وړاندې د اختر په لومړۍ ورځ هم پاکستان د کونړ پر ناړۍ او همداراز مرورې ولسوالیو د هاوان او توپونو ګوزارونه کړي وو.
د فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړي خو چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.
افغانستان او پاکستان د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو. پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيو څخه په کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې افغان ځواکونو هم د بې پېلوټه الوتکو او مخامخ جګړې له لارې ځواب ورکړی دی.
اسلام اباد ادعا کوي چې په افغانستان کې دننه بریدونه د هغو پاکستاني وسله والو د مرکزونو ویشتلو لپاره کوي چې په پاکستان کې حملې کوي. پاکستاني چارواکي په هغو بریدونو کې د سلګونو افغان او پاکستاني طالبانو د وژلو دعوه کوي. خو د بشري حقونو نړيوالو ادارو، ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په حملو کې ولسي وګړي وژل شوي دي.
یوازې په کابل کې د معتادانو پر درملیز مرکز د پاکستان په بمبارۍ کې تر ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ژوبل شول.
تر هغو چی طالب حکومت دپلوماسی زده کړی نوی او هیواد یی له نزوا څخه بهر کړی نوی همداسی به یی هر کُس او کرباز ټکه وی تر هغو چی حکومت له هر اړخه ضعیفه شی، خلک په تنګ راشی او د جاهلو او ظالمو حکومت د تور مخو لا مذهبو له خوا سقوط ته برابر شی. طالبان کچیری هوښیار یی نو باید د مکاتبو دروازی د ولس پر مخ خلاصی کړی دوی چی د یوی اسلامی طرحی د جوړولو ظرفیت نلری نو هیواد به څنګه دنیا والو سره سیال کړی. طالبان که سړی نشی، نو ډیر زر به ورک شی. خو زه وایم چی اوسنی حکومت د کابل سل چنده له لنډغرو، غلو او د حمهوریت له حکومت ښه دی. مکاتب، شین بیرغ، غټ د اتڼ ډول دا زمونږه غوښتنه له طالبانو ده. که د اسلام خلاف وی بیا درسته ده. په والله قسم چی د طالب مشران اکثر یی اوس هم د آی اس آی ته لګیا دی کار کوی. په سرحدونو جنګ دا کوم توره نده دواړو طرف ته پښتانه وژل کیږی د آی اس آی غوښنته هم همدا ده چی پښتانه ختم شی. طالب کچیر نر وی جنګ باید اسلام آباد او لاهور ته انتقال کړی. والسلام