Homeخبرونهد ایران جګړې سترو هوايي شرکتونو ته تر ۵۰ میلیارد ډالره زیات...

د ایران جګړې سترو هوايي شرکتونو ته تر ۵۰ میلیارد ډالره زیات تاوان اړولی

تاند (یکشنبه، د وروي/ حمل ۲ مه) د فایننشال ټایمز د راپور له مخې، د ایران جګړې د نړۍ د سترو هوايي شرکتونو ارزښت ته سخت زیان اړولی او تر ۵۰ میلیارد ډالرو څخه ډېر تاوان یې اړولی دی.

راپور وايي چې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې، د نړۍ د ۲۰ سترو هوايي شرکتونو ارزښت په مجموع کې شاوخوا ۵۳ میلیارد ډالره کم شوی دی.

د راپور له مخې، د هوايي چلند صنعت اوس له کورونا وبا وروسته تر ټولو له سخت بحران سره مخامخ دی، ځکه جګړې د خلیج سیمې په مهمو هوايي ډګرونو کې ګډوډي رامنځته کړې او ډېرې الوتنې درېدلې دي.

همداراز، د هوايي شرکتونو مسوولانو د سون‌توکو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی، چې د جګړې د دوام له امله اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

فایننشال ټایمز لیکي چې د جټ سون‌توکو بیه، چې د هوايي شرکتونو د لګښتونو شاوخوا درېیمه برخه جوړوي، د جګړې له پیل راهیسې نژدې دوه برابره شوې ده، او دا به د الوتنو د ټکټونو د بیو د لوړېدو سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...