تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲ مه) په افغانستان کې د هوا پیژندنې ادارې اټکل کړی چې نن (یکشنبې) به په بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکونډي، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، پروان، بغلان، ننګرهار، نورستان، تخار، او بدخشان ولایتونو کې واوره او باران واوري.
د دې ادارې د وړاندوینې پر اساس، په یادو ولایتونو کې د تیزو بادونو او د سېلونو د راوتلو احتمال هم شته.
د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ ادارې، اوچا په خ وروستي راپور کې ویلی چې تیر ژمی د افغانستان په ځینو برخو کې واورې د وړم کال د ورته مودې پرتله زیاتې ورېدلې دي.
د دې ادارې پر اساس، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شویو تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمي سیمو کې مثبت اغیز ولري.
په عین حال کې واوره او د هوا ډېره سړېدا دا خطر هم لري چې ځینې مېوه دارې ونې یخ ووهي.