شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاپر جسم د روحي فشارونو اغیزه

پر جسم د روحي فشارونو اغیزه

 شرف الدین عظیمي

څیړنې ښیي چې د روحي فشارونو زغمل سن ته له پامه پرته په بیلا بیلو کسانو کې د ځینو مزمنو ستړیاو لامل ګرځي.

له میدیکل نیوز څخه په نقل ، ډیرې ستړیاوې په ځانګړې توګه په تنکیو ځوانانو کې د جسمي ناروغیو له امله نوي بلکې د ډیرو لاملونه د روحي فشارونه زغمل وي چې خالي شوي نه دې او د روان پوهانو په خبره چې سرکوب شوي یعنې د انسان په وجود کې دننه پاتې شوي.

ترڅنګ یې که استرس او منفي روحي د وضعیت دوام هغه په تدریج سره به په خواشینۍ (افسردګۍ) اخته کوي  او آن تر دې چې له نورو رواني ناروغیو سره هم لاس او ګریوان کیږي.

د یادولو وړ ده چې روحي فشارونه کیدای شي د لمړنیو اړتیاوو لکه د مناسبو خوړو ، د ژوند لپاره د مطلوب ځای، یا هم د ځینو عاطفي او ټولنیزو فشارونه او مالي کمیو په دلیل وي.

څیړونکو په خپله دولس کلنه څیړنه کې له ۱۰ زرو څخه په زیاتو کسانو په انګلستان هیواد کې دا موندلې چې روحي فشارونه کیدای شي په لومړیو کې د طبیعی کړنو مخیوی ونه کړي خو له څه مودې وروسته له هورموني بدلونونو او پر رګونو ، زړه  او په مغزونو له اغیزې وروسته بې له کوم علت څخه په دایمي ستړیا بدلیږي .

په همدې دلیل هغه کسان چې له روحي اړخه په مزمنو ستړیاو اخته شوي ۶۸ په سلو کې د زړه په بیلابیلو  ناروغیو اخته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب