شنبه, مې 18, 2024
Home+ولې د هند په براعظمګي کې د زړه ناروغۍ ډيرې دي؟

ولې د هند په براعظمګي کې د زړه ناروغۍ ډيرې دي؟

ډاکتره فريده هوډ سيفي

د هغې طبي څيړنې په اساس چې نتيجه يې نن د ( جنوري اتلسمه) خپره شوې په لس ګونو ملیونه خلک دهند په نيمه وچه کې په يوه جين يا ارثي واحد کې د ناڅاپي بدلون له امله د زړه په ناروغۍ اخته کيږي.

د ساينس پوهانو په وينا دغه ياغي جين د څه باندې يو نيم مليارده خلکو به بدن کې شته چې معمولا په پاخه عمر کې  د زړه کار ته مشکلات پيدا کوي.

د ترسره شوې مطالعې له مخې د هند د براعظمګي په سلو کې څلور،چې تقريبا شپيته ملیونه وګړي کيږي ، ياد شوی جين لري.

د ساسين پوهانو په اند هند، پاکستان، سريلانکا او احتمالاً بنګله ديش هغه هيوادونه دي چې پکي ډير خلک د زړه په نارغيو اخته دي.

په دې اړه يوې وروستۍ څيړنې داسي وړاندوينه کړې چې يوازي هند به د روان ميلادي کال تر پايه د زړه د ناروغيو په ارتباط دنړۍ تر ټولو لوی هيواد وي او که د نړۍ په سطح پرتله شي نو په سلو کې شپيته د زړه د ناروغيو پېښې به په هند کې وي .البته ددې ناورغيو  په ارتبآط د هند د خلکو د ژوند د بڼې او جنيتکي بدلون مسئله هم ذکر کيږي.

په دې اړه څيړنه د يوې نړيوالې  ډلي  له خوا چې پنځه ويشت ساينس پوهانو او ډآکترانو پکي ګډون کړی وو ترسره شوې ده. دوی په دې باندي څيړنه کړې چې ولي په غير معمول ډول د (MYBPC3 ) په جين کې نقصان پيدا کيږي. کورمارسامي تانجيراج  چې دهند په  حيدراباد کې  د بيولوژۍ په برخه کي ديوه ځانګړي مرکز کارکوونکی دی وايي:

    په دې جين کي د ناڅاپي بدلون له امله په بدن کي يو ډول غيرعادي پروتين جوړيږي .دهغه په وينا ځوانان کولای شي چې په خپل بدن کي دا غيرعادي  پروتين کم کړي او صحت یې ښۀ وي خو په پاخه عمر کي بيا داسي نه وي  يعني دغه پروتين ددوی په بدن کي توليديږي  او مسلماً چې نتيجه یې هم ليدل کيږي . يعني د زړه د ناروغيو نښې راښکاره شي . په دې کي د وینې لوړ فشار، التهاب او د زړه کمزوري کيدل شامل دي . چې وروسته بيا د زړه د ناڅاپي دريدو له امله د مرګ سبب کيږي.

په دې طبي څيړنې کي اته سوه د زړه ناروغان او شپږ سوه نهه نوي تنه روغ کسان په هند کي مطالعه شوي  دي.

په مختلفو کسانو کي چې له بيلابيلو کورنيوپوري مربوط ووڅيړنه شوي او په پاي کي ساينس پوهان دي نتيجې ته رسيدلي  چې دهند دنيمي وچې په خلکو کي يادشوي پروتين شته  .ساينس پوهان وايي بده خبره دا ده چې په ياد شوي  جين کي د بدلون له امله د خطر په اړه هيڅ کومه  داسي نښه په سرکي نه ليدل کيږي چې څوک يي په خطر پوه شي .خو ښه  خبر دا ده  چې اوس مونږ په جين کي ددي ډول ناڅاپي بدلون په اثراتو پوه شوي يو .

اټکل کيږي چې په نړۍ کي اولس ميلونه انسان هرکال د رګونو او زړه د ناروغيو له امله مري په تيره د زړه دسکتي او ستروک يا دماغي سکتي له کبله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب