پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeروغتیاد مازغو د ساتلو او پیاوړتیا نوې لارې

د مازغو د ساتلو او پیاوړتیا نوې لارې

پر څلویښتو کسانو چې عمرونه ېې له ۶۰ تر ۷۰ کلونو پورې ؤ څیړنې وشوې دغه څيړنو وښودله چې هغو کسانو چې ستراتیژیکې او فکري لوبې ېې کولې دمازغو په ټسټونو کې  تر نورو تکړه وو او ښېې نتیجې ېې ترلاسه کړې وې .

دغه راز څيړنې ددې ښودنه  کوي  له دې سره سره چې دالزایمر دناروغۍ په  اړه پریکنده درملنه نه شته خو په طبیعي رودو ددې ناروغۍ مخه ترډيره حده نیول کیداي شي یوه روده پکې له اسید فولیک  او امیګا درې په شمول له غوړو اسیدونو استفاده ده چې دغوزانو او  کب په خوړولو سره دغه کمښت جبرانیداي شي پر دې سربیره باید په بیلابیلو رودو مازغه فعاله وساتل شي. په دې ډول ویلای شو چې مطالعه، دپازل یا جدلونو حل کول او حتی دموسیقی  اوریدل یاېې غږول دمازغو له فعاله ساتلو سره ډيره مرسته کوي.

 له بلې خوا دڅیړنکو د تحقیقاتو په اساس هغه کسان چې په دو یا ډيرو ژبو  پوه وي دهغو مازغه ترنورو پیاوړي وي کانادايي څيړنو په دې ور وستیو کې ثابته کړې ده چې هغه کسان چې له ماشوموالي په دو ژبو خبرې کوي دهغو کسانو په پرتله چې په یوه ژبه پوهیږي لږ  دمازغو په کمزورتیا اخته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب