چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپېښور کې بندي شوي ۴ افغان سندرغاړي په ضمانت پريښودل شول

پېښور کې بندي شوي ۴ افغان سندرغاړي په ضمانت پريښودل شول

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳ مه) د پاکستان پولیسو نن څلور هغه افغان سندرغاړي د ملتپالو پښتنو هنر پالونکو په ضمانت خوشې کړل، چې تېره اونۍ یې پېښور کې د « غیرقانوني» اوسیدو په تور نیولي وو.

د دوی د خوشې کیدو خبر او عکسونه نن د مفکوره په نوم د فرهنګي ټولنې مشر حیات روغاني خپاره کړي.

روغاني ویلي، چې که دغو او نورو افغان هنرمندانو ته بيا پاکستاني پولیسو ستونزه پېښه کړه، دوی به ېې بیا په ننګه لاريونونه وکړي.

په تېره یوه اونۍ کې دوه ځلې د پېښور فرهنګيانو او هنري ټولنو د مفکوره او هنر کور هنري ټولنو تر چتر لاندې د نیول شویو او شکنجه شویو افغان هنرمندانو په ملاتړ لاريونونه وکړل.

د پروني لاريون پر مهال د پاکستاني پولیسو له لوري د حیات روغاني د ګرېوان څېرلو عکسونه هم خپاره او وغندل شول.

يو شمير افغانانو دا لاریونونه د « لر او بر یو افغان» د داعېې د حقانیت او تلپاتې والي نښه ګڼلې او د ترسره کوونکو ستاینه یې کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنيدو سره پر موسیقۍ بندیز لګول شوی، پر هنرمندانو د ژوند ساحه تنګه شوې او سلګونه تنه یې پاکستان او نورو هېوادونو ته تللي، چې په بد وضعیت کې ژوند تیروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب