دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپنجشېر او بغلان کې د جګړو او بېلا بېلو پېښو تازه خبرونه...

پنجشېر او بغلان کې د جګړو او بېلا بېلو پېښو تازه خبرونه ورکړل شوي

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳ مه) په داسې حال کې، چې طالبان خبري رسنيو ته د ازاد فعاليت اجازه پکې نه ورکوي، د پنجشېر ولايت او د بغلان له اندراب درې څخه د مختلفو جګړو او وژنو نا تاييد شوي خبرونه ورکړل شوي.

د بغلان له نهرین ولسوالۍ څخه يو تازه راپور څرګندوي، چې تېره شپه طالبانو ۱۲ ملکیان په ډله ییز ډول وژلي.

سرچینې وايي، چې دغه کسان د شپې ناوخته له يوې مېلمستيا خپلو کورونو ته تلل، چې طالبانو یې موټر ودرولی او له سوال ځواب وروسته ېې ويلي چې په شریعت کې د شپی مېلمستياوې نشته.

د دغو کسانو د وژل کیدو خبر ته طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.

‏د بغلان د خوست ولسوالۍ له چرخ و فلک درې څخه بيا په راپورونو کې راغلي، چې د طالبانو مخالفو مقاومت کوونکو درې طالب جنګيالي اسیران کړي دي.

د پنجشېر له پريان ولسوالۍ څخه بيا راپور راغلی، چې طالبانو شاوخوا ۱۰۰ تنه نور هم له مقاومت ډلې سره د تړاو په تور نیولي.

ځينو سرچينو د طالبانو په لاس د شکنجو له کبله په دې تور د یو شمېر بې ګناه خلکو د وژل کیدو ادعاوې هم کړي دي.

په یوه بل خبر کې راغلي، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند یو ویاند حشمت الله راشد د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر مقاومت ډلې سره یوځای شوی.

د‌ احمد مسعود مقاومت ډلې پر طالبانو تور پورې کړی، چې جنګي سيمو ته ېې شاوخوا ۳۰ زره تازه دمه ځواکونه لیږلي.

طالبانو او حزب اسلامي د دغو خبرونو په اړه څه نه دي ويلي.

طالبان په افغانستان کې د بشپړې واکمنۍ او په هیڅ کومه سيمه کې یې د وسله والو مخالفانو د نه موجوديت ادعا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه کې د طالبانو خلاف د مقاومت د عالي شورا جوړې شوې ډلې پنجشېر ته د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور جوړونکي د سفر د ممانعت خبر ورکړی او ویلي، چې دا کار هلته د طالبانو د بشري جنایتونو د پټولو په موخه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب