دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدنې دوام، عباس ستانکزي چین...

د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدنې دوام، عباس ستانکزي چین نه مرسته غوښتې

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳ مه) ‏په داسې حال کې، چې د طالبانو چارواکو څو ورځې مخکې په نورستان کې د یوه ځنګل د اور وژنې خبر ورکړی و، راپورونه ښيي چې دا اور تر اوسه نه دی مړ شوی او دوام لري.

اوس د طالبانو چارواکو ويلي، چې د دغه اور د وژلو لپاره یې له چین هېواد څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په کابل کې د چین شارژدافیر سره د لیدنې پر مهال له نوموړي غوښتي چې په نورستان کې د لګېدلي اور په کابو کولو کې مرسته وکړي.

ياد شوی اور له څه باندې یوې اونۍ راهیسې لګیدلی او طالبان یې په کابو کولو نه دي توانيدلي.

په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو فعالانو د دغه اور د مهارولو لپاره کمپاین پیل کړی او غوښتنه يې کړې، چې د نورستان ځنګلونه باید ژر وژغورل شي.

د طالبانو چارواکو د اور لګېدنې په هماغو لومړیو ورځو کې وويل، چې اورلګیدنه ېې مهار کړې، خو ځايي خبريالانو د اور لګېدنې د مسلسلو تازه ویډيو ګانو په خپرولو سره د طالبانو ادعاوې رد او دوی یې د پېښو په اړه په دروغ ویلو تورن کړل.

معلومه نه ده، چې چین په دې برخه کې د مرستې غوښتنه منلې او کله به د نورستان ځنګلونه له نورو زیانونو وژغورل شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب