Homeخبرونهننګرهار کې يو تن د خپل پلار د وژلو په تور نیول...

ننګرهار کې يو تن د خپل پلار د وژلو په تور نیول شوی

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳ مه) ‏د ننګرهار په چپرهار کې د خپل پلار د وژنې په تور یو تن نیول شوی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو ويلي، چې دغه کس عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوی دی.

د‌ هغه د هويت او ورپورې شوي تور په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.

د اقتصادي فقر زیاتوالی د کورني تاوتريخوالي د ډېرېدو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د یو بل خبر له مخې: د طالبانو امنیتي چارواکو په هلمند کې يو تښتول شوی ماشوم له ۱۸ ورځیني لا درکۍ وروسته د تښتوونکو له منګولو خلاص کړی.

په دې اړه نور جزییات نه دي رسنیز شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...