دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+کلک بایټ |عبدالعزیز نایبي

کلک بایټ |عبدالعزیز نایبي

ستاکولهم – سویډن

غولوونکي سرلیکونه، پاروونکي ډیزاین شوي عکسونه، چې د انټرنیټي سایټونو کارونکي د یوه ځانګړي تړوني (لېنک) پرانيستلو ته هڅوي، کلیک بایټ یادیږي. کلیک بایټ مرغانو ته د ښکاري شیندلې دانې، یا چنګک کې کب ته جوړه شوې مړۍ ته ورته تکتیک دی چې په ټګي برګي یې خلک لومه کې پرېوځي. سوژې یې حساس او ګمراه کوونکي وي چې د انټرنیټي سایټونو کاروونکي د یوې لیکنې، غږ یا ویډیو تعیبولو ته ورکاږي؛ په تېره بیا چې مخاطب ته موضوع مهمه او په زړه پورې ښکاره شي.

د کلیک بایټ د معلوماتو سرچینې معمولاً جعلي وي، سرلیکونه یې د موضوع له محتوا سره توپیر لري او اکثرآ هیڅ سره اړخ نه لګوي. په انټرنیټي پاڼو کې د لوستونکو د جذبولو لپاره پکې د پاروونکو سرلیکونو ترڅنګ نیمه بربنډ عسکونه په مهارت ډیزاینیږي چې زیاتره  لېنکونه په ویجاړوونکو کودونو او وایرسونو ککړ وي؛ د دې ډول لینکونو په خلاصېدو ګڼکپو ته د تقلب او شوکې لار اواریږي.

د کلیک بایټ د سرلیکونو شکلي جوږښت دوه برخې لري: د مهمو معلوماتو پټ ساتل او یوه دروغجنه ژمنه.

مثلا:«انا د کنسرو یو قوطی له دوکانه واخیست، چې سر یې خلاص کړ، سترګو یې باور نه کاوه. عکس کې د کنسرو قوطي ته اشاره شوې، خو دا چې د قوطي منځ کې څه دي نه ده معلومه، لوستونکي باید د لیدو لپاره په لینک کلیک وکړي.»(ویکپېدیا)

انټرنیټی سایټونو لکه، یوټیوب او خواله رسنیو کې اغلباً د کلیک بایټ له دې ډول سرلیکونو سره مخ کیږو:

– پوهیږئ بیا څه پېښ شول؟

– ښځینه دې نه ګورئ/ نه لولي!

– اوفف، داسې بده پېښه مې په ژوند کې نه وه لېدلې!

– له چاغوالي کړېږې؟ د ډنګریدو اسانه لار! 

– داسې څوک کوي؟

هغه کسان چې د کلیک بایټ له تکتیک څخه ناوړه ګټه اخیستنه یې ورځینی کار دی، د نورو معتبرو سرچینو معلومات قیچي او له تحریف وروسته یې د ځان په نامه خپروي؛ د دوی د پنځېدلو سوژو محتوا بیا له افواهاتو مالامال وي چې اکثراً یې لوستونکي په لوستلو پښېمانه شي.

 کلیک بایټ لنډمهاله ستراتیژي وي، ځکه تکراراً د خلکو سترګو ته د خاورو شیندل باور کموي او په نتیجه کې خپرندوی خپل اعتبار بایلي.

د کلیک بایټ د تکتیک لپاره به کوم پای نه وي، خو خپروونکو ته ښايي د خپلو مخاطبانو درناوی هېر نه کړي، ځکه څوک به د دوی د شخصي ګټو لپاره چې ښکاره چل او فریب وي، خپل وخت ضایع نه کړي.

هو، کله بیا داسې هم پېښیږي چې هدف د نورو تېر اېستل نه وي؛ د سرلیکونو شرحه لېنکونو کې دقیق، پرځای او معتبر وي، سرچینې پکې ذکر شوي وي؛ دې ته بیا کلیک بایټ نه ویل کیږي.

سرچینې:

۱- کلیک بایټ (کامبرج ډیکشنري)

۲- «کلک بایټ څه شی او ولې بد دی؟»،سویډني ورځپاڼه(داګنس انه لیس-۲۰۱۶م، لیکوال: کارلسون)

۳- کلیک بایټ (ویکېپیدیا)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب