دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د قبایلي جرګې او طالبانو د خبرو په نتیجه...

په کابل کې د قبایلي جرګې او طالبانو د خبرو په نتیجه کې اوربند تمدید شو

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) د پاکستاني طالبانو تحر یک (ټي ټي پي) وايي چې له دوو ورځو راهیسې په کابل کې له دوی سره د قبایلي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون د پاکستان د حکومت له لوري د ورلېږل شوې جرګې خبرې دوام لري.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې دوه ورځنیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او په نتیجه کې د (ټي ټي پي) مشرتابه پرېکړه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې اوربند وغځوي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د خبرو اترو د پروسې د وړاندې بیولو لپاره به په راتلونکو څو ورځو کې نورې ناستې وشي.

دا خبرې د افغان طالبانو، په تېره بیا د حقاني شبکې په اصرار ترسره کېږي.

یو شمېر افغانانو پر طالبانو له دې کبله انتقادونه کړي چې پاکستاني طالبان مجبوروي چې د شریعت د نفاذ له غوښتنې تېر شي او د پاکستان له سیکولر او دیموکرات جمهوري حکومت سره خبرو ته کښېني خو له خپل جمهوري حکومت سره یې، چې ټول قوانین یې د اسلام پر اصولو متکي وو، د جهاد په نوم جګړه کوله.

د  پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د افغان طالبانو په منځګوتوب وروستۍ خبرې تر اختر وړاندې پیل شوي دي. دوی تر دې وړاندې هم د خبرو لپاره اوربند کړی و خو وروسته یې پای ته ورساوه.

پاکستان له طالبانو غواړي چې د دغه هیواد اساسي قانون ومني، وسله پر مځکه کښېږدي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

خو طالبان وايي، له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو پرېکړه دې بېرته واخیستل شي، په قبایلي سیمو کې دې شریعیت نافذ شي، له بنده دې ټول پاکستاني طالبان خلاص شي او پوځ دې له قبایلي سیمو ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب