دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+افغانستان له زیمبابوې تمریني مسابقه وګټله

افغانستان له زیمبابوې تمریني مسابقه وګټله

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه لومړۍ یو ورځینۍ تمریني مسابقه په ۶۸ منډو وګټله.

افغان لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ، په ۵۰ اورونو کې یې په داسې حال کې چې ۶ لوبغاړي سوځېدلي وو، ۲۷۲ منډې وکړې.

تر ټولو ښه بیټنګ رحمت شاه وکړ، ده په ۸۳ توپونو ۸۱ منډې وکړې. رحمت الله ګوربز په ۵۴ توپونو ۳۲، حشمت الله شهیدي په ۴۰ توپونو ۳۴، عظمت الله عمرزي په ۳۶ توپونو ۴۳ ناسوځېدلې، نجیب الله ځدراڼ په ۴۳ توپونو ۲۹، محمد نبي په ۱۴ توپونو ۱۲ او شاهدالله په ۲۴ توپونو ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په باولینګ یا توپ اچونه کې نور احمد په ۵ اورونو کې ۳ لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول چې یوازې یې ۲۲ منډې ورکړې. فضل الحق او مجیب الرحمان هر یوه د سیالې لوبډلې دوه – دوه لوبغاړي وسوځول. فرید احمد، یامین احمدزي او عظمت الله عمرزي یو – یو لوبغاړی وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ رسمي یو ورځینۍ سیالي د شنبې په ورځ (د جون ۴ مه) د زیمبابوې په کوربه توب د دغه هیواد په پلازمېنه هرارې کې وشي.

دواړه لوبډلې ۳ یو ورځینۍ او درې شل اوره سیالۍ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب