دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطال بان: پاکستان دې مونږ نه مجبوروي چې د سفیر خوله یې...

طال بان: پاکستان دې مونږ نه مجبوروي چې د سفیر خوله یې ورماته کړو

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۳ مه) په افغانستان کې واکمن طالبان وایي د پاکستان استخباراتي اداره دې د خپل هېواد سفیر په خبره پوه کړي چې خپل حدود وپېژني او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.

یوه طالب چارواکي مفتي عبدالحکیم د طلوع نیوز د (تودې خبرې) پروګرام کې د خبرو پر وخت وویل چې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر چې هغه غیر رسمي سفیر وباله دیپلوماتیک حدود نه مراعتوي او د افغانستان په چارو کې لاس وهي.

ښاغلي حکیم وویل، منصور احمدخان په افغانستان کې د نورو هېوادونو سفیران مېلمانه کړي وو او د افغانستان د اسلامي امارت د کوم استازي له حضور څخه پرته یې د افغانستان په استازیتوب له هغوی سره خبرې کړې وې او بیا یې خبر د خپل ټوېټر له لارې هم خپور کړ.

نوموړي زیاته کړه، منصور بله ورځ افغان تجاران ور غوښتي ول او د افغان حکومت د استازي له شتون پرته یې په خپل سر ورسره کتلي او خبرې اترې کړې وې.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر چې یو شمېر خلک یې په افغانستان کې د برتانیا د وخت له وایسرای (ټولواک) سره تشبیه کوي، په خلاص مټ طالب چارواکي خپل دفتر ته ور غواړي او د هر ډول دیپلوماتیک عرف له پام کې نیولو څخه پرته هرې دولتي ادارې ته چې د هغه خوښه شي، ورځي او بیا په خپل ټوېټر لیکي چې د کارونو د ښې اجرا لپاره یې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

مفتي حکیم وویل چې که پاکستانی سفیر دغه ډول فعالیتونه له افغانستان سره د خواخوږۍ لپاره کوي، دا کار ولې په تورخم او سپین بولدک کې له ورتلونکیو افغانانو سره د ناوړه چلند د مهارولو او افغانستان ته د هندوستان د غنمو د ورود په برخه کې نه کوي؟

دغه راز هغه د پاکستان له خوا افغانانو ته د وېزو قیمت چې پخوا وړیا وو، تر ۱۲۰۰ ډالرو پورې زیات کړی او ولې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني؟

دا لا معلومه نه ده چې جیګپوړي طالب چارواکي ولې د پاکستان د سفیر پر وړاندې دومره ټیټ سترګي دي چې د دغسې بې باکانه کارونو له امله ورته هېڅ نه وایي، خو مفتي عبدالحکیم وویل چې که پاکستانی سفیر خپل دغه ډول چلند ته دوام ورکړي دوی به مجبور شي چې غبرګون وښیي او خوله یې ورماته کړي.

https://fb.watch/doAZjX9cDI/

4 COMMENTS

  1. د مفتی ساب دا خبری فقط د مظلومو افغانانو کاذبی او مؤقتی هیلی ور غوَړوی او بس.
    د پاکستان او انګریز اصلی مزدوران او مجریان نور دی ( حقانیان او متقیان او ….. دی ) .
    بناً
    د مفتی عبدالحکیم پلار او خواښې او خُسر د سفیر د کړنو د مخنیوی توان نلری او خوشی ګوزونه ولی.

  2. مفتی عبداحکیم ډیر په ښه شان د رښتینو او په هیواد مینو افغانانو دزړه خبره کړی او مونږ يی قدردانی کوو
    خدای دی وکړی چی د داډول کړنو چی په ډیره بی حیایۍ او سپین سترګۍ تر سره کیږی او د افغانستان او افغانانو ابرو او عزت ته زیان رسوی په عمل کی هم مخه ونیول شی او هیچا ته اجازه ورنکړل شی چی د افغانستان په ابرو او عزت دا ډول لوبی وکړی.

  3. دردمن افغان ورور ته!
    ستاسی احساس د ستائنی وړ دئ خو خبره دا ده چی د مفتی عبدالحکیم په ګېډه هم د طالبی تفکر د تسپو تار پېیَل سویدئ. که مفتی یو بېطرفه او خواخوږئ کس وای نو څرګندونی به ئې د پاملرنی او منلو وړ وای، لکه څنګه چی د عباس ستانکزی خبری زیږې وې خو ادرس ئې همهغه تاریک آباد ( غولونکئ ) دئ او داسی ښکاری چی د عباس خبری د طالبی رژیم د تبلیغاتی – روحی عملیاتو یوه برخه وی.
    امّا
    ” لوپر ” صیب!
    د فوټبال په لوبه کی عمدی یا سهوی خطاء یوه عادی خبره ده امّا د کینې او کرکی او حسادت او بُغض له مخی د یو لوبغاړی او بازیګر په نس کی ورختل یا بد زخمی کول به د عادی خطاء له سرحده وتلې خطاء وی.
    په قلمی لوبو کی به هم دوه کسان یو د بل په وړاندی د نازک عصبانیت او خطاء مرتکب سی ( چی دا هم عادی خبره ده ) خو یو د بل په نس کی ور ختل به هیڅ جواز ونلری.
    زما په وړاندی ستا د ادبیاتو څرنګوالئ د منل سوئ چوکاټ څخه بهر دئ البته زه باور لرم چی ته په مستعار نوم زما سره دښمنی پالې ( مهمه نه ده، ما که ستا غوندی کسانو څخه خار خوړلای نو اوس به په صندلی کی ناست وای. هیڅوک ما د خپلی عقیدې د بیان څخه نه سی منع کولای).

  4. د مفتی صیب خبری باید د بهرنیو چارو وزیر یا ویاند یی هم له رسانیو سره وکړی ځکه دا خبری باید له رسمی چینل څخه وشی ترڅو افغانان پدی پوه شی چی دا ډول خبری او کړنی چی د پاکستان پوځ او استخباراتو او دوی سفیر یی کوی له ټولو نړیوالو پرنسبونو سره په ټکر کی دی نو حد اقل کچیری د طالبانو ویاند دا خبری د ټویټ له لاری هم وکړی نو ډیر به مهمی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب