دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههرات: د ښځينه خیاطانو کار« حرام» او د جوماتونو د بريښنا بیل...

هرات: د ښځينه خیاطانو کار« حرام» او د جوماتونو د بريښنا بیل ورکول پر خلکو جبري شول

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) پر خلکو د قیوداتو د وضع کولو په دوام، طالبانو نن په هرات کې ښځينه خیاطانې له کار کولو څخه منع کړي او ورسره خوا کې ېې د جوماتونو د بريښنا د لګښتونو ورکړه پر ځايي خلکو جبري کړې ده.

د ځايي سرچينو په حواله، د ښځينه خیاطانو د کار بندیدو امر د طالبانو د امر بالمعروف ځايي ادارې کړې ده.

د دغې ادارې منسوبين نن په هرات ښار کې د ښځينه خیاطانو کار ځايونو ته ورغلي او ورته ویلي، چې د دوی کار« حرام » دی.

ویل شوي، چې طالبانو ښځینه خیاطانو ته حکم کړی، څو خپلې هټۍ وتړي او له دې وروسته فعالیت ونه کړي.

په یوه بل اقدام کې، د طالبانو ځايي چارواکو د هرات خلکو ته ویلي، چې وروسته له دې باید د خپلو سیمو د جوماتونو پیسې خپله خلک تحویل کړي.

طالبانو خپل دغه امر د هرات ښار د ګذر وکیلانو سره شريک کړی او د عملي کیدو غوښتنه ېې ورڅخه کړې ده.

تر دې مخکې د هرات د جوماتونو د برېښنا پیسې د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست له خوا ورکول کېدې.

طالبانو دواړه پریکړې په داسې حال کې کړي، چې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې تر ۲۰ ميليونو ډېر افغانان د خوراک کافي خواړه نه لري او هره ورځ زرګونه تنه نور د بې کارۍ او بې سرنوشتۍ له کبله په خطرناکو لارو له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته ځي.

طالبانو د خپلو دغو پرېکړو په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. د خلګو خبره
    مَکسَد
    طالبانو د رنډۍ بچانو پخپل لاس د لاسی بم غوټۍ کش کړې او پر ځانو ددې لاسی بم د چاودنی اِراده لری چی هیله ده بریالیتوب ئې په برخه سی.

  2. څه د سودر اولاد دی دا !
    ښه دا ښځې څه وکړي؟

    له تاند هیله کوم د فلسفې او نقد په نامه یوه برخه وېب سایت ته ور اضافه کړي چې هلته خبره سپینه کړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب