جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهخوست کې د اکسيجن د تولید دستګاه فعاله شوه

خوست کې د اکسيجن د تولید دستګاه فعاله شوه

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستيال ‏ډاکتر محمد حسن غیاثي نن په خوست کې د اکسيجن د تولید دستګاه پرانیسته.

د یاد شوي وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه دستګاه د خوست د شیخ زاید د فوق تخصص روغتون کې پرانیستل شوې ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، پر دی دستګاه د آغا خان فاونډیشن او کورډیډ مؤسسې لخوا ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

ويل شوي، چې دغه دستګاه په ۷ مياشتو کې جوړه او پرانیستل کیدو ته چمتو شوې ده.

یاده دستګاه هره ورځ د ۴۰ بالونه اکسیجنو د تولید ظرفیت لري.

ځايي خلکو د دغې دستګاه په فعاليدو خوښي ښودلې او ویلي، چې د نورو روغتيايي اسانتياوو پراخیدل غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...