دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي سره ېې د لومړني پلاوي لیدنه، هند« د پخوا په شان»...

متقي سره ېې د لومړني پلاوي لیدنه، هند« د پخوا په شان» اړیکو او مرستو ژمنه وکړه

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د جواینټ سکرټري جي پي سنګ او مل پلاوي سره ولیدل.

د سرچينې په وينا، په دې لیدنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیز تجارت او بشري مرستو خبرې وشوې.

‏د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په نمایندګۍ راغلي لومړني هیئت ته ښه راغلاست وویل او دا یې د دواړو هیوادونو تر منځ یو ښه پیل وباله.

متقي همداراز د هندوستان د وروستیو بشري او روغتیا برخو کې کومکونو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې‏هندوستان په افغانستان کې باید خپلې درول شوي پروژې له سره پيل کړي، خپل دیپلوماتیک شتون فعاله کړي او افغانانو ، په خاص ډول محصلانو او ناروغانو ته قونسلي خدمات وړاندي کړي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، د هندوستان هیئت وویل چې دوی د افغانستان سره« د پخوا په څیر» ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

طالبانو د هندي پلاوي د « پخوا په څېر» اړيکو موضوع نه ده روښانه کړې.

هندوستان د افغانستان د جمهوري نظام له تر ټولو نیږدې ملګرو هېوادونو څخه و.

هند لومړنی هېواد و، چې د افغانستان تېر جمهوري نظام سره ېې د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ او له دې نیږدې اړيکو یې پاکستان تل شکايت درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب