دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهذبيح الله مجاهد د امریکايي استازي سیمه ییزو سفرونو ته غبرګون وښود

ذبيح الله مجاهد د امریکايي استازي سیمه ییزو سفرونو ته غبرګون وښود

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) د طالبانو د واکمنۍ ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د سولې د نا بشپړ شوي بهیر لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ځانګړي استازي ټام ويسټ سیمه ییزو سفرونو ته غبرګون وښود.

نوموړی وايي، چې دغه سفرونه که هېواد ته د بهر ته تللو افغان سياستوالو د ستنیدو د هڅولو په هدف وي، ښه ده کنه د طالبانو خلاف د دغو سياستوالو تحریکول به د واشنګټن په ګټه نه وي.

د طالبانو ویاند له امريکايي استازي غوښتي، چې طالبانو سره له هر ډول مخالفت څخه ډډه وکړي.

 هغه ټينګار کوي، چې ټام ويسټ دې په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د طالبانو مخالفان قانع کړي، څو خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه په عین حال کې د يادو سفرونو د ښو پايلو په اړه هيله مندي وښوده.

طالب ویاند دا هم ویلي، چې ټام ويسټ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سره اړیکه نیولې او د سیمې هېوادونو ته ېې د افغانستان په اړه د خپلو سفرونو په تړاو توضیحات ورکړي.

امريکايي استازي د طالب ویاند د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ټام ويسټ له څه مودې راهيسې هندوستان، ترکيې، ازبکستان او تاجيکستان ته سفرونه وکړل او د دغو هېوادونو د یو شمېر چارواکو تر څنګ ېې د طالبانو د مخالفو ډلو ځینو استازو سره ولیدل.

1 COMMENT

  1. د پآکستان حکومت او طالبان سولی لپاره کینول کچیری د افغانستان په ګټه وی نو ښه کار دی کچیری موږ دا کار دلته د ښه نیت لپاره او د پردی تر شاه د پاکستان دولت نړی دا ښودنه کوی چی طالبانو نوی نظام د نړی له ټولو هیوادونو د جنګی ډلی سره اړیکی لری نو دا داسی معنا لری پآکستان هم خپل دښمن سولی ته حاضری او هم نړی په وړاندی د افغانستان د نوی نظام د ړنګولو لپآره پلان جوړوی او بل طرف د امریکا استازی په انقره او تاجکستان کی د جبهی مقاوت له چارواکو سره ناسته کوی کچیری د سولی لپاره وی نو ښه کار دی کچیری غواړی چی دلته بیا د جنګی ډلو ملاتړ کوی نو دادی معنا لری چی امریکا غواړی د پاکستان په واسطه زموږ او تاجکستان ترمینځ د نوی جګړی باب پرانستل وی او غواړی ددی له لاری د روسیی او امریکا د جنګی مرکز دوباره وګرځول شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب