Homeخبرونهد اتمر په مشرۍ« د سولې او عدالت جریان» د افغان ناورین...

د اتمر په مشرۍ« د سولې او عدالت جریان» د افغان ناورین د حل لپاره خپله « لار نقشه» وړاندې کړه

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) ‏د پرزول شوي جمهوري نظام دوو لوړ پوړو چارواکو محمد حنيف اتمر او محمد معصوم ستانکزي « د سولې او عدالت» په نوم د یوه نوې سیاسي جریان د جوړولو منشور وروستی کړی او رسنيز کړی دی.

حنیف اتمر د ولسمشر غني په سقوط شوې واکمنۍ کې د ملي امنیت سلاکار او د بهرنيو چارو وزير او معصوم ستانکزی د دفاع وزارت او ملي امنیت لوی ریاست سرپرست او طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر و.

په دې منشور کې اتمر او ستانکزی ټینګار کوي، چې طالبانو سره د جګړې پر ځای باید د مذاکراتو لړۍ بیرته پیل او د نوي اسلامي دولت د جوړېدو او اوسني ناورين د ختمیدو لپاره ګډ کار وشي.

د اساسي قانون او ټول شموله حکومت رامنځته کول د دغه سياسي جريان نورې غوښتنې دي.

په دې منشور کې د افغانستان د جمهوري نظام نسکوريدل افغانانو ته خواشینونکی، خو د سیمې هېوادونو ته خطرناک پريوتي.

دا حرکت ټینګار کوي، چې هېڅ ډول پوځي پروګرام نه لري او له « مدني» لارو خپلو غوښتنو ته غواړي ورسیږي.

حنیف اتمر او ستانکزي په دې منشور کې له طالبانو غوښتي، چې د دوحې تړون ته دې ژمن وي او ژر دې له افغان سياسي لوریو سره د سولې مذاکرات پیل کړي.

د مذاکراتو د منځګړيتوب لپاره دغه سیاسي جریان د مصالحې عالي شورا په بیرته احیا کیدو، نوي تشکيل او تګلارې او د افغانستان د خلکو د حقیقي استازو په موجوديت ټینګار کړی.

ياد شوی جریان د‌ افغانستان له ګاونډيانو، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو هم غوښتي چې د مذاکراتو د بین الافغاني مذاکراتو د بیرته پیلیدو هراړخيز ملاتړ وکړي.

د سولې او عدالت جریان په خپل دغه منشور کې زیاتوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پایلو د تایید او الزامي کیدو لپاره دې لویه جرګه وغوښتل شي.

دا جریان د نوي اساسي قانون او سياسي نظام تر رامنځته کيدو پورې د عبوري حکومت د جوړیدو، د لغوه شوي وروستي اساسي قانون د موقت نفاذ، وروسته د ټاکنو له لارې د منتخب نظام رامنځته کیدل، د مغزولو پوځیانو بې وسلې کول، هېواد ته د کډوالو بیرته ستنول د افغانستان د راتلونکي د لار نقشې په توګه وړانديز کړي دي.

د نوي سياسي نظام د جوړښت په اړه د حنیف اتمر او معصوم ستانکزي په مشرۍ د جوړ شوي سياسي جريان دریځ دا دی، چې افغانستان باید نه تجزيه کیدونکی، مرکزي اسلامي نظام ولري.

دا نظام بايد خپل مشروعيت له ټاکنو واخلي، د ولسمشر د مرستیالانو شمېر پکې زيات شي، صدراعظم او د صدراعظم مرستیالان هم پکې وي، ولایتونو ته صلاحیتونه زيات او دغه راز په سياسي نظام کې ټولو قومونو ته ونډه ورکړل شي.

دا سیاسي جریان له طالبانو غواړي، چې د نجونو ښوونځي ژر بيرته پرانيزي او په کور دننه لښکر کشۍ ودروي.

ويل کيږي، چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزي سره د جمهوري نظام یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم په دغه سیاسي جریان کې ملګری دي.

طالبانو د دغه جريان د غوښتنو او لار نقشې په اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې یې له هر لوري سره د سولې مذاکرات رد کړي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو خلاف په جنګي برخه کې هم شاوخوا ۱۰ جبهو د موجودیت اعلان کړی او له ټول رسنیز سانسور سره بیا هم هره ورځ طالبانو سره د هېواد په مختلفو سيمو کې د جګړو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...