یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس سخت وواهه

طالبانو د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس سخت وواهه

تاند (پنجشنبه، د حوزا ۱۳) د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې طالب وسله والو د اقتصاد پوهنځي رییس او د دغه پوهنتون استاد مدثر په بې رحمانه توګه وواهه.

طالبانو د هغه د وهلو ښکاره دلیل دا یاد کړی چې ولې یې د موټرسایکل چلولو پر وخت هیلمیټ (خوندي کوونکې خولۍ) په سر کړې ده.

ویل کیږي چې د ښاغلي مدثر له وهلو څخه وروسته د کندهار پوهنتون د ادارې او د وسله والو تر منځ شخړه رامنځته شوه، خو وسله والو پوهنتون ته خبرداری ورکړ چې پېښه رسنیو ته ونه باسي.

د کندهار پوهنتون یوه محصل چې د امنیتی اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، له پوهنتون څخه یو نظامي مرکز جوړ شوی او هېڅ اکاډمیک حیثیت ورته پاتې نه دی، هیڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي.‌

وسله والو طالبانو د کندهار پوهنتون استادانو ته وویل چې په تېر کې د هغوی په اداره کې غیراخلاقي کارونه کېدل او نجونو ته بې ناموسۍ ور اړول کېدلې، چې د پوهنتون د استادانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او دغه ډول تورونه یې خپل سپکاوی وباله.

په کندهار کې د پوهنتون یوه متقاعد استاد چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، کندهار پوهنتون د دې زون په سطحه یو نوموتی اکاډمیک مرکز دی چې په تېرو شلو کالونو کې یې په بریالیتوب سره ډېر پرمختګونه کړي، خو داسې ښکاري چې په دې ډول یې د پرمختګ مخه نیول کیږي.

ویل کیږي چې، د افغانستان په هغو سیمو کې چې پښتانه مېشت دي او د ډیورنډ کرښې ته نژدې پرتې دي، وخت په وخت په اکاډمیکو مرکزونو باندې بریدونه کیږي او هڅه کیږي چې د دغو سیمو د پرمختګ مخه ونیول شي.

یو شمېر اسناد او شواهد ښیي چې له تېرو څلور نیمو لسیزو راهیسې، د طالبانو په شمول هغه افغان وسله وال ګروپونه چې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا تربیه او تجهیز شوي یا کیږي، په غیر شعوري توګه د افغانستان د ملي تاسیساتو پر ضد روزل شوي او داسې فکر ورکول شوی چې هر څه چې د تېرو حکومتونو پر وخت په افغانستان کې کېدل، هدف یې د فحشاوو او بې دینیو خپرول وو.

3 COMMENTS

  1. ټالبان په مجموع کې له علم ، پوهې ، معاصرو زده کړو سره تضاد لري خو د دوی له خوا د عالي تحصیلاتو پر ضد هغه متعصب ملا چې مخ پټی ګرځي ، د همدې لپاره په داسې حساس او مهم وزارت کې په دنده ګمارل شویدی چې د ځوانانو زړونه له عالي تحصیلاتو تور کړي ، پوهنتونونه او د عالي تحصیلاتو نور اکادمیک مرکزونه وتړل شي . د علم پوهې او انسانیت دروازې د ټولو افغانانو پرمخ بند شي چې افغانان پنجاب ته احتیاج او افغانستان د منځنیو پېړیو د یو موزیم په توګه وساتي .

  2. دا د آی اس آی له خوا تربیه شوی وحشیان ( چی ځانونه طالبان نوموی اودا لقب د امریکا او انګلیس له خوا په جهان کښی ددوی لپاره خپور شوۍ دی ) د امریکا له خوا دوهم ځل لپاره د امریکا او پنجابی پاکستان پلیتو پلانو عملی کولو لپاره کابل ته راوستل شوی دی او ددوی حمائی لپاره ملی خائینین کرزۍ او عبدالله عبدالله ( مؤقتی هندوستان ته تللۍ اما دوباره کابل ته تلوونکۍ دی ) د سی آی اي له خوا کابل کښی باید واوسی ، ددی وحشیانو په وسیله غوښتل کیږی چی افغان ملت تام بی سواده پاتی شی او هم پلانیز د غربت سره مخامخ شی ، دا قدیانی وحشیان د اسلام مبارک دین او افغان ملت دوښمنان دی !!!
    په ۱۹۹۵ کال کښی د خائینو قاتلو تربیه شوو تنظیمونو څخه د سلاحګانو جمع کولو پلان تخریب لپاره دا منافقین سی آی اي او آی اس آی له خوا کابل ته داخل کړۍ شول او د سلاحګانو پروګرام ئی سبوتاج کړ او لږ څه وروسته دا تربیه شوی غلامان د پلان سره سم دوباره پنجابی پاکستان ته ولیږل شول ، داسی پلانیز بدلونونه به وروسته هم رامینځ ته شی ، د اجنبیو دا خائین او پلیت پلانونو شنډ کولو لپاره باید افغانانی او افغانان متحد راپورته شی !!!!!

  3. دا داړونکی یالداران د تور مکناټن تازیان او د عزت رجال داړی ، دتحصیلات عالی ملک ، د پوهانو یا علماوو حمایت او خدمت خپله دنده نه بولی ،او د معززو مومنانوله تحقیر نه لذت وړی او دا د مور له
    زنا څخه هم لویه ګناه ده ،نو باید ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفی که ډدی تور مکناټن سپی تړلی نشی نو دا د معززو پوهانو دښمنان او بی کفایته او نآهله کرایی وزیران باید د مفتی عبدالحکیم د جهادی سوک تر ضربی لآندی راشی مفتی صاحب ښه جهاد اعلان کړی ، باید تقویه شی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی؛ من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم ،فقد خرج من الاسلام
    خو ملا باقی نه تنها پر دی نه پوهیږی بلکی پر ۱۳۰۰تکوینی ایاتو هم بی علمه ،جاهل ،دتمدن ، ساینس
    او تکنالوژی دښمن او د اسلام او افغان شرموونکی ثابت شوی نو ده ته بله تحفه ورکړی دا وزارت نور
    ورباندی مه ملوث کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب