یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ۹ یورو په ټکټ په ټول جرمني کې یوه میاشت ګرځېدای...

د ۹ یورو په ټکټ په ټول جرمني کې یوه میاشت ګرځېدای شئ

تاند- په داسې حال کې چې انفلاسیون په بې ساري ډول زیات شوی او د کرونا له کبله کاروبارونه زیانمن شوي جرمني د سیاحت د ودې او په عین حال کې د چاپیریال د زیانونو د کمولو لپاره د عامه ترانسپورت بیه خورا ټیټه کړه.

په سږني دوبي کې د جرمني ټول خلک د میاشتې د ۹ یورو په ټکټ د هیواد ټولو ولایتونو ته په نامحدود ډول تګ راتګ کولی شي.

سره له دې چې د حکومت په دې نوښت ځینو نیوکې کړي خو د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ یې دفاع کړې او د انتقادونو د ردولو ترڅنګ یې ویلي چې دا به یوه ډېره بریالۍ پرېکړه وي.

له پرون (چهارشنبې د جون ۱) څخه د دې ډول ټکټونو پلور پیل شو. په دې ټکټ نه یوازې د جرمني هرې برخې ته سفر کېدای شي بلکې په ښارونو کې په بسونو، ټرمونو او میترو یا تر مځکې لاندې رېلګاډو کې هم سفر کېدای شي.

د دې پرېکړې له کبله به د جرمني په عمومي ترانسپورت فشار زیات شي او پرون (چهارشنبې) د دغه هیواد د ریلګاډو شبکې وویل چې تراوسه پورې یې ۷ میلیونه میاشتني ۹ یورويي ټکټونه پلورلي دي.

 د جرمني حکومت ویلي چې د انفلاسیون د منفي پایلو د کمېدو، د تېلو د بیې د زیاتېدو د مخنیوي او چاپېریال ته د زیان د کمېدو لپاره یې د عمومي ترانسپورت د ټکټ بیه ټیټه کړه.

خو ویره ده چې پر عمومي ترانسپورتي وسایلو به دومره بیروبار زیات شي چې دا نقلیه وسایل به یې د لېږدولو توان ونه لري. سره له دې اټکل کېږي چې د جرمني له ۸۳ میلیون نفوس څخه کابو ۳۰ میلیونه د جون له پیله د اګست تر پایه له دغو ارزان بیه ټکټونو کار واخلي.

له سبانۍ جمعې (د جون ۳) تر دوشنبې پورې به څرګنده شي چې دا پلان څومره بریالی دی. له جمعې تر دوشنبې پورې په جرمني کې د مذهبي اختر رخصتۍ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب