یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد هندوستان لومړني پلاوي ط- انو سره د خبرو لپاره کابل ته...

د هندوستان لومړني پلاوي ط- انو سره د خبرو لپاره کابل ته راغی

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) ‏راپورونه وايي، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته په لومړي ځل د هندوستان يو پلاوی کابل ته په سفر راغلی.

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر خبري اژانس د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې د دغه پلاوي مشري د افغانستان، ايران او پاکستان په چارو کې د هندوستان د سکرتر په مشرۍ کابل ته راغلی.

سرچينه زياتوي:« دغه پلاوی له افغانستان سره د هند د بشري مرستو د پیل د بیا کتنې لپاره کابل ته راغلی دی.»

‏ټاکل شوې چې دغه پلاوی به په افغانستان کې د مرستندویه موسسو له استازو سره او هغه پروژې چې د هند په مالي ملاتړ رغول کېږي، د بیا رغونې چارې هم وګوري.

له څو ورځو راهيسې د طالبانو او هندوستان د اړیکو ښه کیدو او په کابل کې د هندوستان د سفارت د بیرته پرانیستل کیدو خبرونه تاوده شوي دي.

يو شمېر سرچينو تاند ته ویلي، چې په دې برخه کې د جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم عمده رول لري.

په دې اړه نور ولولئ:

سرچينه: ډاکټر عبدالله هندوستان سره د ط- انو د اړيکو له رغولو سره بیرته کابل ته راځي

2 COMMENTS

  1. هند د افغانستان د تاریخي او حقیقي دښمن یعنې پنجاب یا پاکستان دښمن دي ، بنا د سیاست د علم پر اساس د دښمن ، دښمن زمونږ دوست دی.
    هند په معاصر تاریخ کې له افغانستان سره تل دوستانه اړیکې درلودلې او د افغانستان درسمي موقف ملاتړ یې کړیدی. په افغانستان کې دهند جوړونکې اقتصادي پروژې بې شماره دي او ټول ملت ترې مستفید کیږي .
    په کابل کې د اندراګاندې د ماشومانو روغتون ، په کابل کې د پارلمان تاریخي او ښکلې ودانۍ ، په هرات کې د سلما بند ، په نیمروز کې د نیمروز – دلارام لویه لار ، له افغانستان سره د زرګونو ملي بسونو مرستې ، په هند کې د لس ګونو زرو افغان محصلینو زده کړې او نور د یادولو دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب