Homeخبرونهد ترانسپورت وزارت پخوانی سرپرست حسني مبارک عزيزي هېواد ته ستون شو

د ترانسپورت وزارت پخوانی سرپرست حسني مبارک عزيزي هېواد ته ستون شو

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) ‏د طالبانو چارواکي وايي، چې له افغاني شخصيتونو سره د تماس کمسيون له لارې يې د جمهوري نظام د ترانسپورت وزارت سرپرست حسني مبارک عزيزي له ترکيې څخه نن خپل هيواد ته راستون شو.

هغه ته د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د طالبانو د يو شمېر چارواکو له لوري هرکلی وویل شو.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، نوموړي هيواد ته په راتګ سره ډير د خوښۍ احساس وکړ.

 حسني مبارک عزيزي د لغمان د پخواني والي او د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني د سلاکار محمد اقبال عزيزي ورور دی.

هغه پخوا د غزني د پوهنې د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې، چېرته چې ویل کیږي طالبانو د پښتنو زده کوونکو پر وړاندې لسګونه ښوونځي تړلي وو.

پر ښاغلي عزيزي تور و، چې د خيالي ښوونځيو په توګه ېې د دغو ښوونځيو امکانات له حکومت څخه ويستل او د طالبانو له ځایي مشرانو سره یې تقسیمول.

نوموړي دا تورونه رد کړي وو.

د حسني مبارک عزيزي کورنۍ د ملي محاذ ګوند سره نيږدې اړيکې لري او د دغه ګوند مشر پیر سيد حامد ګيلاني په کابل کې د طالبانو تر حفاظت او ملاتړ لاندې ژوند کوي.

1 COMMENT

  1. دا کُسمادران ( اکثره طالبان او ګیلانیان او د پخوانی حکومت ځینی عناصر ) د انګریز مستقیم او غیر مستقیم نوکران دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...