یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ډالرو د قاچاق مخنيوی، خلک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو...

د ډالرو د قاچاق مخنيوی، خلک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت ساتلو کې د ط- انو هڅې ستایي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) د طالبانو چارواکو ويلي، چې ايران ته ېې د سل زرو امريکايي ډالرو د قاچاق مخنيوی کړی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې يو شمېر خلک د دغه قاچاق په فکر کې دي خو د طالبانو ځواکونه يې د دې کار مخنيوي ته چمتووالی لري.

 ‏‏‏‏د ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبره په داسې حال کې ده، چې خلک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو په برخه کې د طالبانو هڅې ستایي او وايي، په داسې حال کې چې د پاکستان د کلدارو بيه د ډالرو پر وړاندې په بېساري ډول پريوتې، د افغانیو د ارزښت ساتلو په برخه کې د طالبانو اقدامات د ستاینې وړ دي.

 څو میاشتې وړاندې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه هم په چټکۍ سره د پریوتو په حال کې وه، خو د طالبانو واکمنۍ په افغانستان کې د ډالرو پر بولۍ بنديز ولګاوه او هم یې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي لپاره په سرحدونو کې تدابير ونېول.

ځینې اقتصادي شنونکي په دې برخه کې د نړيوالو بشري مرستې هم، چې هره اونۍ د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت ترسره کیږي، په دې برخه کې مهم او د پام وړ ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب