یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې لسګونه تنه مقاومت ډلې سره د تړاو په تور نیول...

پنجشېر کې لسګونه تنه مقاومت ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) ‏‏‏‏د پنجشېر د خینج ولسوالۍ د دشت ريوت سیمې اوسیدونکي وايي، چې طالبانو ېې لسګونه سيمه وال د مقاومت ډلې سره د تړاو په تور نيولي.

سرچېنې ادعا کوي، چې نیول شوي کسان ملکیان او غیر وسله وال دي، خو طالبانو دا ادعاوې رد يا تایید کړي نه دي.

بل لور ته: راپورونه ښيي، چې طالبانو په کابل کې د پنجشېر د ولايتي شورا يو پخوانی وکيل مولوي یحیی عنابي نیولی.

له سمنګان څخه د عبدالخالق بای په نوم د یوه قومي مشر د نیولو خبر هم ورکړل شوی.

طالبانو د دغو ادعا شویو نیونو په اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي، چې ورته نيونې هره ورځ د افغانستان په نیږدې ټولو سیمو کې کیږي، خو رسنۍ یې د طالبانو د سختو قیوداتو او محدوديتونو له کبله نه شي رسنیز کولای.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه ورځ تر بلې د متنفذو څېرو، علمي او فرهنګي کادرونو د وتو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب