Homeخبرونهسرچينه: ډاکټر عبدالله هندوستان سره د ط- انو د اړيکو له رغولو...

سرچينه: ډاکټر عبدالله هندوستان سره د ط- انو د اړيکو له رغولو سره بیرته کابل ته راځي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏‏‏په کابل کې یو شمېر با خبره سرچينو تاند ته ویلي، چې د جمهوري نظام د مصالحې د عالي شورا رييس او د دغه پرزول شوي نظام د نیمايي ونډې مالک ډاکټر عبدالله عبدالله په هندوستان کې د طالبانو او ياد شوي هېواد د اړیکو د رغولو لپاره په لابۍ بوخت دی او تمه کيږي، چې ژر له هدف ته رسېدو وروسته کابل ته را ستون شي.

سرچينه زياتوي، چې ډاکټر عبدالله تر ډېره د حامد کرزي په وسیله د طالبانو د لوی کندهار ډلې سره نيږدې اړيکې لري او هندي چارواکو ته یې د همدې ډلې د حسن نیت پیغامونه لېږدولي.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د لوی پکتیا ‌ډلې( حقاني شبکې) یوه مشر انس حقاني تېره اونۍ د لوی کندهار ډلې سره د خپلمنځي رقابت له مخې لاس په کار او يوې هندي رسنۍ سره د مرکې پر مهال د هندوستان په اړه د خپلې شبکې حسن نیت څرګند کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هندوستان په ګډون له ګڼو هېوادونو سره د طالبانو د اړيکو له ښه کولو سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅې هم روانې دي.

ويل شوي، چې کرزی او عبدالله د طالبانو د بهرنيو اړيکو د نه ښه کیدو په صورت کې د دوی د واکمنۍ د شړیدو او بل خطرناک ناورین ته د افغانستان د لوېدو اندیښنه لري.

ښاغلي کرزي په یوه مرکه کې ویلي وو، چې طالبان د ده په غوښتنه کابل ته ننوتي او په زوره ېې دا پلازمېنه نه ده نیولې.

د ډاکټر عبدالله یوې نیږدې سرچېنې د طالبانو په استازيتوب له هندوستان سره مذاکرات رد یا تایید نه کړل، خو کابل یې په نیږدې راتلونکي کې د نوموړي د بیرته ستنیدو پخلی وکړ.

له څه مودې راهيسې په کابل کې د هندوستان د سفارت د بیرته پرانیستل کیدو په اړه راپورونه زیات شوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په يوه مرکه کې پرون هندوستان ته ډاډ ورکړ، چې د سفارت او کونسلګريو امنيت به یې په ښه توګه وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...