شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتاجيکستان ته د امریکايي استازي سفر، د طالبانو له مخالفانو سره ممکن...

تاجيکستان ته د امریکايي استازي سفر، د طالبانو له مخالفانو سره ممکن وویني

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏‏‏د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټوماس ويسټ تاجيکستان ته په دې موخه سفر کړی، څو د دغه هېواد چارواکو او هلته د طالبانو خلاف مېشتو افغان سیاسي څېرو سره وویني.

امريکايي استازي د دې سفر په ترڅ کې د تاجيکستان د بهرنيو چارو وزير سراج‌الدین مهر‌الدین سره هم لیدلي او د نړيوال تروريزم او افراطیت په اړه سره غږیدلي.

د تاجيکستان د چارواکو په وينا، په دې لیدنه کې امریکايي استازي د افغانستان- تاجيکستان پولو د خوندیتوب او د تاجيکستان له لارې افغانستان ته د بشري مرستو په استولو کې پر همغږۍ ټينګار کړی.

ځينو رسنيو دا هم ويلي، چې د دغه سفر يو مهم هدف د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې مشر احمد مسعود سره د امریکايي استازي لیدنه ده، خو د تاجيکستان چارواکو، امریکايي استازي او دغه راز مقاومت ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

تاجيکستان تر اوسه په خپله خاوره کې د احمد مسعود موجوديت په رسمي ډول نه دی تایید کړی.

په پام کې وه، چې ټام ويسټ په دې سفر کې يو خبري کنفرانس هم ولري، خو ویل کیږي چې کنفرانس یې په نا معلوم دلیل لغوه شوی دی.

د افغانستان د سولې د نا بشپړ‌ شوي بهیر د بشپړولو لپاره د امريکا ځانګړی استازی په وروستيو کې له هند څخه د افغانستان په اړه خپل سیمه ییز سفرونه پيل کړي.

هغه په هند کې د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله او په ترکیه کې د طالبانو له يو شمېر مخالفو ډلو سره لیدلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د رند په نوم یوه امریکايي بنسټ، چې ويل کيږي د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد اړوند دی، په يوه تازه راپور کې له طالبانو سره د امريکا د حکومت د تعامل غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب