تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره روانې خبرې بریالۍ شي او کومه هوکړه وشي، نو امکان لري وروسته پاکستان ته سفر وکړي.
ټرمپ له نیویارک پوسټ سره په ټیلیفوني مرکه کې د اسلاماباد د سفر په اړه ویلي: «کولای شم ووایم ښايي لږ وروسته. باید وګورو چې سبا څه پېښېږي.»
هغه مخکې په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې لیکلي و چې له ایران سره خبرې به د دوشنبې په ماښام د امریکا پر وخت او د سېشنبې په سهار د ایران پر وخت په اسلاماباد کې ترسره شي.
نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې کله له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا پاکستان ته به ولاړ شي، هغه وویل نه غواړي د خبرو له بهیره مخکې ولاړ شي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې «کېدای شي وروسته» سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ مخکې د خپل مرستیال جې ډی ونس سفر رد کړی و، خو ځینو رسنیو د سپینې ماڼۍ د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ونس ښايي پاکستان ته ولاړ شي او د امریکايي پلاوي مشري به پر غاړه ولري.