Homeخبرونهد کابل- کندهار په لویه لاره ترافیکي پېښه، ۵ مړه، ۱۶ ټپیان...

د کابل- کندهار په لویه لاره ترافیکي پېښه، ۵ مړه، ۱۶ ټپیان دي

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د هلمند ولایت په جنوب کې د کندهار – هرات پر لویه لار د جمعې په ورځ په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه د واشېر ولسوالي د شوراب په سیمه کې هغه مهال وشوه، کله چې یو مسافر وړونکی بس له یوې ټرېلر لارۍ سره ټکر وکړ.

له ټکر وروسته، د شوراب د ساحوي روغتون طبي ډلې، چې مشري یې د روغتون قوماندان الحاج ډاکټر نعمت‌الله امین کوله، ټپیان روغتون ته ولېږدول څو درملنه یې وشي. د ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ډاکټر امین ویلي، د ټولو ۱۶ ټپیانو لازمه درملنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د وژل شویو پنځو کسانو مړي هم د شوراب ساحوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکو تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی څرګند کړی او نه یې هم د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...