تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه)ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش بنګلهدېشۍ دیپلوماته رباب فاطمه په افغانستان کې د خپل ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه ټاکلې ده.
ملګرو ملتونو د جولای په ۱۰مه ویلي، رباب فاطمه به د روزا اوتونبایوا ځای ونیسي، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مشري کوله. اغلې فاطمه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي فعالیتونو مشري وکړي او د بشري مرستو، پراختیايي پروګرامونو او د بشري حقونو د چارو همغږي به پر غاړه ولري.
د ملګرو ملتونو په وینا، رباب فاطمه له ۳۰ کلونو څخه زیاته ډیپلوماټیکه تجربه لري، چې د سولې جوړونې، بشري مرستو، نړیوالې پراختیا او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ برخې پکې شاملې دي. نوموړې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې راګیر هېوادونو او کوچنیو پرمختیايي هېوادونو لپاره د استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغې د ملګرو ملتونو له سکرتریت سره تر یوځای کېدو مخکې، د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش د دایمي استازې په توګه دنده ترسره کړې وه او تر هغه وړاندې په جاپان کې د بنګله دېش سفیره وه. نوموړې د خپلې ډیپلوماټیکې دورې په لړ کې د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت څو مهمې دندې هم اجرا کړي او په ګڼو نړیوالو مذاکراتو کې یې د خپل هېواد استازیتوب کړی دی.
رباب فاطمې په ۲۰۲۰ کال کې د یونیسف د اجرائیه بورډ مشري وکړه او په ۲۰۲۲ کال کې لومړنۍ ښځه شوه چې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمیسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه. دا مسوولیتونه د شخړو د مخنیوي، له جګړې وروسته د بیارغونې او نړیوالې همکارۍ په برخه کې د هغې پراخه تجربه څرګندوي.
د یوناما د مشرې په توګه، رباب فاطمه به د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د ملګرو ملتونو اړیکې رهبري کړي او د بشري مرستو، پراختیايي پروګرامونو، د بشري حقونو د څارنې او نړیوالو دیپلوماټتیکو هڅو همغږي به کوي. یوناما همداراز د ملګرو ملتونو، مرسته کوونکو هېوادونو او افغان اړخونو ترمنځ د همغږۍ اصلي مرکز ګڼل کېږي.
هغه په داسې وخت کې دا دنده پر غاړه اخلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له یوه ستر بشري بحران سره مخ دی. میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، اقتصادي ستونزې مخ پر زیاتېدو دي، پر ښځو او نجونو محدودیتونه دوام لري، او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو او مهاجرینو د بېرته ستنېدو کچه هم په چټکۍ لوړه شوې ده.
اغلې فاطمه وروسته له هغه وټاکل شوه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ کال د مارچ تر ۱۷مې وغځاوه او هم یې غوښتنه وکړه چې د دې ماموریت ستراتیژیکه ارزونه وشي، څو ډاډ ترلاسه شي چې یوناما د افغانستان د بدلېدونکو سیاسي، بشري او د بشري حقونو د ننګونو په وړاندې اغېزمن پاتې کېږي.
یوناما په ۲۰۰۲ کال کې رامنځته شوه او تر اوسه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اصلي سیاسي ماموریت دی. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یوناما د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د څارنې، د نړیوال تعامل د ملاتړ او د افغانستان د روانو سیاسي او بشري ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو د اسانتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.