Homeخبرونهترکیې سږ کال کابو ۲۰ زره بې اسناده افغان کډوال نیولي

ترکیې سږ کال کابو ۲۰ زره بې اسناده افغان کډوال نیولي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه) د ترکیې حکومت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هیواد پولیسو ۱۹ زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیولي دي، چې له دې سره افغانان په دغه هېواد کې د نیول شویو بې اسناده کډوالو تر ټولو لویه ډله بلل کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ د مدیریت ادارې ویلي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او جون ترمنځ ۱۹,۵۷۴ افغان اتباع نیول شوي، چې د ټولو ملیتونو په منځ کې تر ټولو لوړه شمېره ده. دا وضعیت ښيي چې ترکیې ته او همداراز د ترکیې له لارې نورو هیوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ لړۍ لا هم په پراخه کچه روانه ده.

د یادې ادارې په وینا، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په ټول هېواد کې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو د عملیاتو په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو کابو ۷۰ زره بې اسناده کډوال نیول شوي دي. دا شمېرې د ترکیې د کډوالۍ د مدیریت ادارې په وروستیو احصائیو کې خپرې شوې دي.

له افغانانو وروسته، د نیول شویو کډوالو تر ټولو لویې ډلې د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن اتباع دي. دا وضعیت د دې څرګندونه کوي چې ترکیه لا هم د هغو کسانو لپاره یو مهم ترانزیتي او د استوګنې هېواد دی چې له جګړو، اقتصادي ستونزو او سیاسي بې‌ثباتۍ څخه تښتي.

د کډوالۍ ادارې ویلي، نیول شوي کسان په ترکیه کې د قانوني استوګنې له اجازې یا نورو اړینو اسنادو پرته اوسېدل. خو ادارې نه دي ویلي چې له دغو کسانو څخه څومره بېرته ایستل شوي، د ایستلو مرکزونو ته لېږدول شوي او یا هم د کډوالۍ د قانوني بهیر تر بشپړېدو پورې ازاد پرېښودل شوي دي.

ترک چارواکو دا هم ویلي چې په همدې شپږ میاشتنۍ موده کې یې له ۶ زرو څخه ډېر کسان د انسانانو د قاچاق په تور نیولي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه پلټنې او د سرحدونو د څار عملیات لا هم روان دي.

ترکیې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي. په دغو هڅو کې د سرحدونو کلکه څارنه، د پولیسو چاپې او د امنیتي ادارو او ساحلي ګارد ترمنځ همغږي شامله ده. چارواکي وایي، هدف یې د کډوالۍ د قوانینو پلي کول، د انسانانو د قاچاق له شبکو سره مبارزه او د سرحدونو د امنیت پیاوړی کول دي.

ترکیه لا هم د هغو کډوالو لپاره یوه له مهمو ترانزیتي لارو څخه ده چې غواړي له اسیا، منځني ختیځ او افریقا څخه اروپا ته ولاړ شي. افغانان په دوامداره توګه د هغو بې اسناده کډوالو له سترو ډلو څخه دي چې د ترک چارواکو له خوا نیول کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ترکیې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۳ زرو څخه ډېر افغان اتباع بېرته افغانستان ته ایستلي دي. د بشري مرستو بنسټونو، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د بشري حقونو سازمانونو څو ځله د افغانانو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې ډېری بېرته ستانه شوي کسان په افغانستان کې له بشري ستونزو، ناامنۍ او لومړنیو خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره مخ کېږي.

ترک چارواکي ټینګار کوي چې د خپل هیواد د کډوالۍ د قوانینو او نړیوالو ژمنو مطابق افغانان خپل هیواد ته ستنوي. خو د کډوالو د حقونو ملاتړو بنسټونو له حکومتونو غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي، بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له نړیوالو معیارونو سره سم وي، په تېره بیا د هغو کسانو لپاره چې بېرته ستنېدل یې د ځورونې یا نورو جدي خطرونو سبب کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...