تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه)د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت، په بحران ځپلو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې، د ښځو ملاتړې ادارې د تړل کېدو له خطر سره مخامخ کړي او لږ تر لږه یو میلیون ښځې او نجونې یې له حیاتي ملاتړ څخه بېبرخې کړې دي.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ په خپور کړي راپور کې ویلي، چې د بودجې کمښت د ژوندژغورونکو خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښځو د ملاتړ کوونکو ادارو وړتیا سخته کمزورې کړې ده.
دا راپور د ۵۲ بحران ځپلو هېوادونو د ۸۵۵ ښځینه سازمانونو او د ښځو د حقونو د مدافعانو د ځوابونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بشري مرستو د برخې مشرې، صوفیا کالتورپ، ویلي چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې د ښځو سازمانونه په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې ډېری نړیوال بنسټونه ورته لاسرسی نه لري.
د هغې په وینا، د دغو سازمانونو په بودجه کې هر ډول کمښت د زیانګالو ښځو او نجونو، په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي د قربانیانو او بېځایه شویو کسانو، د ملاتړ د کمېدو معنا لري.
د راپور له مخې، ۸۴ سلنه ارزول شویو سازمانونو ویلي چې د دوی خدمتونو ته اړتیا ډېره شوې، خو نژدې ۹۰ سلنه یې ویلي چې نور د دغو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دغو سازمانونو په پنځو کې دوو خبرداری ورکړی، چې که د مرستو کمښت دوام وکړي، ښايي په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې خپل فعالیتونه ودروي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مالي مرستو په زیاتولو او دوام سره، په افغانستان او نورو بحران ځپلو هېوادونو کې د ښځو د سازمانونو د فعالیتونو ملاتړ وکړي.