Homeخبرونهکارن باتلېټ د ۲۰۲۶ کال د اورول د سیاسي لیکوالۍ جایزه وګټل

کارن باتلېټ د ۲۰۲۶ کال د اورول د سیاسي لیکوالۍ جایزه وګټل

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه)د بریتانیايي لیکوالې کارن بارتلېټ (Karen Bartlett) کتاب «له کابله تېښته» (The Escape from Kabul) د اورول د سیاسي لیکوالۍ د ۲۰۲۶ ګال جایزه وګټله.

د اورول د سیاسي لیکوالۍ جایزه(The Orwell Prize for Political Writing) د نړۍ له معتبرو ادبي او سیاسي جایزو څخه ده. دا جایزه په ۱۹۹۴ کال کې د The Orwell Foundation له خوا رامنځته شوه، څو هغو لیکوالو او خبریالانو ته درناوی وکړي چې د سیاست او ټولنې په اړه په لوړ کیفیت لیکنې کوي.

«له کابله تېښته» په ۲۰۲۱ کال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د نژدې ۲۰۰ ښځینه قاضیانو او د هغوی د کورنیو د تېښتې کیسه بیانوي.

دا اثر، چې ډک‌ورث خپرندویې ټولنې خپور کړی، د بېلابېلو هېوادونو د هغو قاضیانو، څارنوالانو، وکیلانو او حقوقي فعالانو د نړیوالې شبکې هڅې انځوروي چې د افغانستان د ښځینه قاضیانو د ژغورلو لپاره یې ګډ کار کړی و.

د اورول بنسټ په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته په دوو لسیزو کې، افغان ښځو وکولای شول قضايي نظام ته ننوځي، د قاضیانو په توګه کار وکړي او د فساد پر ضد مبارزه او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې مهم رول ولوبوي. خو د لوېدیځو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، دا ښځې او د هغوی کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ شوې.

کارن بارتلېټ د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل چې د نوماندېدو او بیا د د جایزې د ګټلو له امله ډېره حیرانه شوې ده.

د ۲۰۲۶ کال لپاره د اورول د سیاسي لیکوالۍ جایزه (۵ زره) پونډه ارزښت لري. که څه هم مالي ارزښت یې ډېر نه دی، خو ادبي او نړیوال اعتبار یې ډېر لوړ ګڼل کېږي. د دې جایزې ګټل د لیکوالو لپاره ستره بریا ده او ډېری ګټونکي یې وروسته نړیوال شهرت مومي.

دا جایزه هر کال هغه غوره کتاب ته ورکول کېږي چې د سیاست، ټولنې، تاریخ، کلتور یا اخلاقي موضوعاتو په اړه په غوره او اغېزمنه بڼه لیکل شوی وي. د جایزې موخه د جورج اورول د هغه مشهور اصل ژوندی ساتل دي چې ویل یې: «سیاسي لیکنه باید په هنر بدله شي.»

اغلې بارتلېټ ویلي چې د هغې لپاره تر ټولو لوی ویاړ د افغانستان د ښځینه قاضیانو د کیسې روایتول دي، او هغوی «بې‌سارې زړورې او مقاومې ښځې» دي.

دې لیکوالې د افغانستان پر ښځو  پراخو محدودیتونو پته په اشارې وویل، په داسې حال کې چې هغه کولی شي په ازادۍ ژوند وکړي او کتابونه ولیکي، د افغانستان ښځې او نجونې له کار، زده کړو او آن له دې حق څخه هم بې‌برخې دي چې په خپله خوښه له کوره ووځي.

د اورول جایزې د منصفه پلاوي مشر روهان سیلوا هم وویل چې «له کابله تېښته» په فصیح او روانه ژبه او له ژورې خواخوږۍ ډک روایت سره، د کال له تر ټولو اغېزناکو اثارو څخه دی او داسې کیسه بیانوي چې د نړیوالې پاملرنې وړ ده.

د منصفه پلاوي په بیان کې راغلي چې دا کتاب د هغو افغان ښځینه قاضیانو ژوند انځوروي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خطر سره مخ شوې وې او د نورو هېوادونو د خپلو همکارانو په مرسته وژغورل شوې. دغه اثر د غمیزې، زړورتیا او هیلې یو اغېزناک انځور وړاندې کوي.

د منصفه پلاوي په وینا، کارن بارتلېټ دد ګڼو مرکو او انساني روایتونو په مرسته، نه یوازې د دې ژغورنې عملیات بیان کړي، بلکې د افغانستان د فساد، تاوتریخوالي او نورو پراخو ستونزو یو روښانه انځور یې هم وړاندې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...