Home+سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی، خو هغه د کوچي خبره چې (خدای ج دې مه وروله.)

د ګرديزي د هوټل په تالار کې مو د سولې او پخلاينې په اړه يو ورځنی سيمينار درلود. سيمينار ته له کابل څخه استاد احمدالله ارچيوال او دوه تنه نورو ملګري هم ورسره راغلل، کله چې سيمينار تېر شو، ارچيوال صاحب وويل چې که راتلونکی ورکشاپ په يوه ولسوالۍ کې جوړ شي، ښه به وي. داود تپان وويل چې راځئ، څمکنيو ته به لاړ شو، هغه ډېر روښانفکره خلک دي، ډېر به راته خوشاله شي.

يو دم دوه موټره ملګري برابر شو، د څمکنيو په لور مو حرکت وکړ. په لاره کې تپان صاحب له سرپرست ولسوال او نورو کسانو سره تماس ونيولو، او ورته يې وويل چې تر دريو بجو پورې به موږ څمکنيو ته در ورسيږو، تاسو خلک راته راوغوړئ، ( اوسکار انجي او) د سولې او پخلاينې په اړه درته څلور ورځنی ورکشاپ لري.

کله چې ور ورسېدو، نو دوی تيار خلک رابللي وو، استاد ارچيوال ورته پرانيستونکي وينا وکړه، له هغه وروسته يې ماته (سپين روان نورزي) ته وويل چې ته دې خپل ورکشاپ تنظيم کړه، موږ درنه لاړو. دوی بېرته د ګرديز خوا ته روان شول او زه د څلور شپو لپاره په څمکنيو کې پاتې شوم.

په لومړي سر کې ما داسې فکر کولو چې دا يوه لرې ولسوالي ده، ښايي خلک يې ساده او له علمي مسايلو ډېر لرې وي، زه نه پوهېدم چې په کوم ډول د سولې او پخلاينې علمي اصطلاحات ورته تشريح کړم ترڅو دوی ښه پرې پوه شي.

د ورکشاپونو له معمول سره سم، مخکې له دې چې زه خبرې پيل کړم، له دوی مې وغوښتل چې هر يو دې ځان معرفي کړي ترڅو ښه سره وپېژنو.

کله چې د پېژندنې لړۍ پيل شوه، د هر يوه په معرفۍ حيران شوم، ځکه اکثريت يې له پوهنتونونو فارغ وو، ځينې په کې د پوهنتونونو استادان وو، او ځينې په کې د پوهنتونونو محصلان وو، په انګليسي او دري ښه حاکمان وو، حتا د ښوونځيو زده کونکو کولی شول چې په انګليسي او دري داسې خبرې وکړي لکه خپله مورنۍ ژبه پښتو، خو ډېرو کمو په کې تقريباً نوي جامې اغوښتې وې، په دې ټولو کې يوازې يوه کس يو څه لوکسه ژمنی کوټ درلود، نور ټولو ساده او زړې چامې اغوستې وې، د دوی لباس او د دوی وړتيا مې چې کله سره پرتله کوله، (په زړه کلا کې باغ د ګلو…) يا په (ايرو کې لعلونو) کيسه وه او بس.

دا يوازې په دې ورکشاپ کې دا خبره نه وه، يوه ورځ غرمه مهال له ملګرو سره د څمکنيو کوچني ښارګوتي ته ووتم، هلته يو بل بېل انځور راته مجسم شو، ځکه که څه هم ژمنۍ رخصتۍ وې، خو ډله ډله جنيو او هلکان له ژمنيو کوسونو راوتل، په يقين سره ويلی شم چې د نفوسو په تناسب هغه مهال دومره د خوست په ښار کې هم خلک ژمنيو کورسونو ته نه تلل، د ګرديز ښار خو هېڅ ورسره د پرتلې وړ نه و.

هغه مهال نړيوالې ټولنې د پوهنې په برخه کې افغان دولت ته ډېرې زياتې پيسې ورکولو، خو ما چې له يوه ښوونکي سره شپه وه، هغه راته کيسه کوله چې زموږ د ښوونځيو د ودانۍ د ترميم او د زده کوونکو، د نيمګړو کتابونو د پوره کولو لپاره هر کور مکلف دی چې پيسې واچوي، که حکومتي بوديجې ته کېښنو ښايي تعليمي بهير مو ټکنی شي، ځکه حکومتي پيسې او امکانات داسې دي، لکه د ژمي په سړه شپه کې د ګاوندي د کور رڼا ته ځان تودوې. د سپين ږيري ښوونکي دا مثال او د ګرديز ساړه مې چې سره وکتل، نو د ګاونډي رڼا ته د ځان تودول پرته له ځان وژنې بله چاره نه لري، خو دوی اجازه نه ورکوله چې خپل راتلونکي په خپل لاس ووژني.

د دې خلکو د علم او فرهنګ سره دا ډول مينه او دومره په لوړ احساس ورته کار کول، زما لپاره ډېر عجيبه ښکاره شول، او داسې مې انګيرله چې دا سيمه به خامخا د ټول زون څه چې د ټول هېواد لپاره د علم او تحصيل په برخه کې نمونه ګرځي، ځکه دوی يوازې له علم او فرهنګ سره مينه نه درلوده، بلکې دوی خپلې مينې ته درسېدو لپاره يوه او بل ته لاس ورکولو ترڅو خپل هدف ته ورسيږي.

په دوی کې د همکارۍ روحيه ډېره لوړه راته ښکاره شوه، ښايي دښمن ته هم د دې سيمې د خلکو فکري روښانتيا او د همکارۍ لوړه روحيه معلومه وي، د روان (۱۴۰۵-چنګاښ – ۷) د شپې په دوولسو بجو پاکستانيو الوتکو لومړۍ په يوه ملکي کور بمونه وغورځول، کله چې د کلي او سيمې خلک د هغه کور مرستې ته ورټول شول، دوی په دويم ځل بيا پرې بريد وکړ چې ګڼ کسان په کې مړه او تپيان شول.

زه د موضوع په سياسي اړخ ډېره تبصره نه کوم، خو د څمکنيو د خلکو په اړه دومره ويلی شم چې دا خلک، دومره امن خوښي او د پرمختګ طرفداره خلک دي چې د پاکستان د دې جنايت تر شا راته دوو علتونه ښکاري:
لومړي، يا ورته د افغانانو په خاوره کې داسې اشخاص او فکرونه چې د هغوی له روحيې د افغان ملت د پرمختګ طمع کېږي هغه محوه کړي او يا راته داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ غواړي چې هر هغه بهير چې په سيمه کې د امن سبب ګرځي وځي ترڅو په تور بازار کې د خپلې (( دلالې)) لپاره مارکېټ پيدا کړي.

کنه د يو سپين ږيري په قول چې د سولې، پخلاينې او ولسي مبارزې په ورکشاپ کې يې وکړه او يې وويل: ((څمکني سوله دوست خلک دي، د علم او پرمختګ سره مينه لري.)) 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...