Homeخبرونهافغان ایلېون لوبډلې ازبکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغان ایلېون لوبډلې ازبکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

تاند ( جمعه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه) افغان ایلېون لوبډلې په یوازېنۍ شل اوریزه دوستانه لوبه کې د غوره توپ اچونې په پایله کې له خپل ۳۲۴ منډو دفاع وکړه او سیالې ازبکستانۍ لوبډلې ته یې د ۱۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان ایلېون لوبډلې د مېلمه ازبکستانۍ لوبډلې پر وړاندې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۲۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګته حسن عیسی خېل ۱۲۰، عمران میر ۷۴، فیصل خان شینوزاده ۳۱ او نورالرحمن ۲۹ منډې جوړې کړې.

ازبکستان د ۷ لوبغاړو په زیان یوازې ۱۲۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۹۹ منډو په توپیر وبایلله.

د افغان لوبډلې په ګټه نصیر خان معروف خېل، عمران میر او وفادار مومند ۲-۲ او فریدون داودزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...