Home+دعا د انسان او پاک خدای ترمنځ یوه معنوي اړیکه

دعا د انسان او پاک خدای ترمنځ یوه معنوي اړیکه

لیکوال: داکتر سمیع الله خالد سهاک

له قران کریم او نورو دینی کتابونه څخه په اقتباس

 وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ “

سریزه

د بشر د تاریخ په اوږدو کې انسانانو تل هڅه کړې چې د خوښۍ، ستونزو، وېرې او ناڅرګندتیا په وختونو کې له خپل خالق سره اړیکه پیدا کړي. په بېلابېلو کلتورونو او دینونو کې دعا د انسان او الهي قدرت ترمنځ د اړیکې یوه وسیله ګڼل شوې ده. په اسلام کې دعا ځانګړی او مهم مقام لري، ځکه چې دا د بنده او الله تعالی ترمنځ مستقیمه اړیکه ده. د عبادتونو د ځینو ډولونو برعکس چې ځانګړي ځایونه، وختونه او شرایط لري، دعا انسان ته اجازه ورکوي چې هر وخت او هر حالت کې الله تعالی ته رجوع وکړي.

قرآن کریم په وار وار مؤمنانو ته لارښوونه کوي چې له الله تعالی څخه هدایت، رحمت، بخښنه، ساتنه او مرسته وغواړي. د دعا په اړه یو له تر ټولو مهمو آیتونو څخه دا دی:

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ.

ژباړه” :او ستاسو رب وفرمایل: ما وبولئ، زه به ستاسو دعا قبوله کړم. بېشکه هغه کسان چې زما له عبادت څخه تکبر کوي، ژر به په سپکاوي سره جهنم ته داخل شي (قران کریم، سورت غافر، ۶۰).”

دا آیت یو لوی الهي وعده او مهم پیغام لري. الله تعالی یوازې دا نه وایي چې بندګان دې هغه وبولي، بلکې هغوی ته امر کوي چې له هغه څخه دعا وغواړي او ورسره ژمنه کوي چې ځواب به یې ورکوي. دغه آیت همدارنګه دعا له عبادت سره تړلې ګڼي او ښيي چې الله تعالی ته په عاجزۍ او اخلاص سره رجوع کول د ایمان یوه مهمه برخه ده.

خو د اسلامي عالمانو له نظره د دعا قبولېدل تل دا معنا نه لري چې انسان ته به هر څه هماغسې ورکړل شي لکه څنګه چې یې غوښتنه کړې وي. بلکې الله تعالی د خپل کامل علم او حکمت له مخې د دعا ځواب ورکوي. کېدای شي الله د انسان غوښتنه ورکړي، یا یې د مناسب وخت لپاره وځنډوي، یا ورته تر هغې غوره بدله ورکړي، یا هغه له کوم زیان څخه وژغوري (الغزالي ۸۸).

د اسلام د دعا مفهوم انسان ته د باور، صبر، عاجزۍ او پر الله تعالی د توکل درس ورکوي. دعا د ستونزو پر مهال انسان ته روحي ځواک ورکوي او یادونه کوي چې انسان هېڅکله یوازې نه دی. دا مقاله د قرآن کریم د ۴۰:۶۰ آیت معنا، په اسلامي عقیده کې د دعا اهمیت، د اغېزمنې دعا شرایط، په قرآن کې د قبولې شویو دعاوو بېلګې، د انسان هڅې او پر الله توکل ترمنځ اړیکه، او د دعا روحي او رواني ګټې څېړي.

د قرآن کریم د سورت غافر (المؤمن)، ۶۰ آیت معنا او اهمیت

د سورت غافر دغه آیت په دې کلمو پیلېږي:

“وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي” — “او ستاسو رب وایي: ما وبولئ.”

د “رَبُّكُم” (ستاسو رب) کلمه ژور مفهوم لري. په اسلامي عقیده کې الله تعالی یوازې خالق نه دی، بلکې روزونکی، ساتونکی، پالونکی او د ټولو نعمتونو ورکوونکی هم دی. د “ستاسو رب” تعبیر د الله تعالی او بندګانو ترمنځ د اړیکې څرګندونه کوي. الله تعالی خپل بندګان رابولي چې له هغه سره خبرې وکړي، ځکه هغه د هغوی اړتیاوې، ستونزې او کمزورۍ ښه پېژني.

د “ادْعُونِي” (ما وبولئ) امر مستقیم دعوت دی. دا ښيي چې الله تعالی غواړي بندګان یې یوازې په مادي وسایلو تکیه ونه کړي، بلکې هغه ته هم رجوع وکړي. اسلام دا نه وایي چې انسان دې هڅه پرېږدي او یوازې د معجزې انتظار وکړي. بلکې اسلام انسان هڅوي چې کار او هڅه وکړي او په عین وخت کې پر الله تعالی باور ولري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

“لومړی خپله اوښه وتړه، بیا پر الله توکل وکړه.” (الترمزی).

یعنې انسان باید خپل مسؤلیت ترسره کړي او وروسته د پایلې لپاره پر الله تعالی باور وکړي.

د آیت دوهمه برخه: “أَسْتَجِبْ لَكُمْ — زه به ستاسو دعا قبوله کړم

یوه الهي ژمنه ده. الله تعالی نه وایي چې یوازې د ځانګړو خلکو دعا اوري، بلکې د هغه رحمت ټولو هغو کسانو ته دی چې په اخلاص سره ورته رجوع کوي.

قرآن کریم په بل ځای کې فرمایي:

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ

ژباړه“او کله چې زما بندګان زما په اړه له تا پوښتنه وکړي، نو بېشکه زه نږدې یم؛ د دعا کوونکي دعا قبلوم کله چې ما وبولي ( البقره، ۱۸۶).

دا آیت د الله تعالی او انسان ترمنځ شخصي او نږدې اړیکه څرګندوي. مؤمن الله تعالی ته د دعا لپاره منځګړي ته اړتیا نه لري، بلکې مستقیم له خپل رب سره اړیکه نیولی شي.

اسلامي عالمان وایي چې د دعا قبولېدل د الله تعالی د حکمت له مخې وي. انسان یوازې د یوې لنډې مودې او محدود علم له مخې فکر کوي، خو الله تعالی د هر څه راتلونکی او پایله پېژني. قرآن کریم فرمایي:

“کېدای شي چې تاسو یو شی بد وګڼئ، حال دا چې هغه ستاسو لپاره ښه وي؛ او کېدای شي یو شی خوښ کړئ، حال دا چې هغه ستاسو لپاره بد وي. الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.” ( البقره، ۲۱۶).

له همدې امله، کله چې مؤمن دعا کوي، باید یوازې پر خپلې غوښتنې ټینګار ونه کړي، بلکې د الله تعالی پر حکمت باور ولري.

د دعا ځواک په اسلام کې

د قرآن کریم د “وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ آیت یو له مهمو پیغامونو څخه دا دی چې دعا یوازې د اړتیا غوښتل نه دي، بلکې خپله یو عبادت دی. الله تعالی په همدې آیت کې هغه کسان یادوي چې د هغه له عبادت څخه تکبر کوي:

“إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ

ژباړه: “بېشکه هغه کسان چې زما له عبادت څخه تکبر کوي، ژر به په سپکاوي سره جهنم ته داخل شي.” (قران کریم، غافر، ۶۰).

دا برخه څرګندوي چې الله تعالی ته دعا کول یوازې د ستونزو پر مهال یوه وسیله نه ده، بلکې د انسان د ایمان او بندګۍ څرګندونه ده. کله چې یو انسان لاسونه پورته کوي او له الله تعالی څخه مرسته غواړي، نو هغه خپله کمزوري مني او د الله تعالی لوی قدرت او رحمت ته اعتراف کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

“الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ
ژباړه“: دعا هماغه عبادت دی.”

دا حدیث ښيي چې دعا د انسان او الله تعالی ترمنځ د اړیکې یوه مهمه وسیله ده. هغه څوک چې په دوامداره توګه دعا کوي، په خپل زړه کې د الله تعالی حضور او نږدېوالی زیات احساسوي.

دعا انسان ته عاجزي ور زده کوي. انسان که هر څومره شتمن، پوه، ځواکمن او بریالی وي، بیا هم د الله تعالی مرستې ته اړتیا لري. روغتیا، عقل، مال، کورنۍ او نور نعمتونه ټول د الله تعالی له لوري دي. کله چې انسان دعا کوي، هغه دا مني چې اصلي ځواک او واک یوازې د الله تعالی په لاس کې دی.

په قرآن کریم کې د قبول شویو دعاوو بېلګې

قرآن کریم د ډېرو پیغمبرانو او صالحو انسانانو دعاوې بیانوي، څو مؤمنانو ته وښيي چې الله تعالی د خپلو بندګانو دعاوې اوري او ځواب ورکوي. دا کیسې یوازې تاریخي معلومات نه دي، بلکې د ژوند لپاره درسونه او لارښوونې دي.

د حضرت ایوب علیه السلام دعا

حضرت ایوب علیه السلام د سختو ازموینو سره مخ شو. هغه خپل مال، اولاد او روغتیا له لاسه ورکړه، خو بیا یې هم د الله تعالی رحمت او امید له لاسه ورنه کړ. قرآن کریم فرمایي:

وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ۝ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ.

ژباړه “:او ایوب (ع) یاد کړه، کله چې خپل رب ته یې غږ وکړ: ما ته تکلیف رسېدلی دی، او ته تر ټولو زیات رحم کوونکی یې. نو موږ د هغه دعا قبوله کړه او هغه تکلیف مو ترې لرې کړ.” (قران الکریم، ۸۴، ۸۳)

د حضرت ایوب علیه السلام دعا لنډه وه، خو له اخلاص او باور څخه ډکه وه. هغه د الله تعالی په وړاندې خپله ستونزه وړاندې کړه، خو شکایت یې ونه کړ. د هغه مثال مسلمانانو ته ښيي چې د سختیو پر مهال باید صبر ولرو او دعا وکړو.

د حضرت زکریا علیه السلام دعا

حضرت زکریا علیه السلام د عمر په وروستیو کې له الله تعالی څخه د صالح اولاد غوښتنه وکړه. که څه هم د ظاهري شرایطو له مخې د اولاد امکان کم ښکارېده، خو هغه د الله تعالی له قدرت څخه ناامیده نه شو.

قرآن کریم فرمایي:

رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ

ژباړه:  “اې زما ربه! ما یوازې مه پرېږده، او ته تر ټولو غوره وارث یې.” (قرآن کریم، الانبیاء: ۸۹ ).

الله تعالی د هغه دعا قبوله کړه او حضرت یحیی علیه السلام یې ورکړ.

دا کیسه موږ ته ښيي چې د الله تعالی قدرت د انسان له محدود فکر څخه لوړ دی. هغه څه چې انسان یې ناممکن ګڼي، د الله تعالی لپاره ممکن دي.

د حضرت ابراهیم علیه السلام دعا

حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل قوم د هدایت، د خپل کورنۍ د ساتنې او د مکې د ښار د برکت لپاره ډېرې دعاوې وکړې.

کله چې هغه مکه کې خپل کورنۍ پرېښوده، نو ویې ویل:

رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ

ژباړه: “اې زموږ ربه! ما خپله یوه برخه اولاده ستا د درناوي وړ کور ترڅنګ په یوه بې‌کښتۍ درې کې مېشت کړل، اې زموږ ربه، څو هغوی لمونځ قائم کړي؛ نو د خلکو زړونه د هغوی پر لور مایل کړه.” (قران الکریم، ابراهیم، ۳۷).

د حضرت ابراهیم علیه السلام دعا د دې مثال دی چې انسان باید یوازې د خپل ځان لپاره نه، بلکې د خپلې کورنۍ، ټولنې او راتلونکو نسلونو لپاره هم دعا وکړي.

ولې ځینې دعاوې ژر نه قبلیږي؟

ځینې خلک پوښتنه کوي: که الله تعالی فرمایي “ما وبولئ، زه به یې قبوله کړم، نو ولې ځینې دعاوې سمدستي نه پوره کېږي؟ اسلامي عالمان وایي چې د دعا ځواب څو ډولونه لري:

۱الله تعالی هماغه غوښتنه ورکوي

کله چې یو شی د انسان لپاره خیر وي، الله تعالی یې ژر ورکوي.

۲الله تعالی یې د مناسب وخت لپاره ځنډوي

ځینې وخت انسان د یوه نعمت لپاره چمتو نه وي، نو الله تعالی یې وروسته ورکوي.

۳الله تعالی ترې لوی زیان لرې کوي

کېدای شي انسان د یوه شي غوښتنه وکړي، خو الله تعالی پوهېږي چې هغه به ورته زیان ورسوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د مسلمان دعا قبوله کېږي، تر هغه چې انسان په بېړه ونه وایي:

“ما دعا وکړه، خو قبوله نه شوه.” (صحیح البخاري، صحیح مسلم).

دا موږ ته درس راکوي چې مؤمن باید صبر ولري او د الله تعالی پر حکمت باور وکړي.

د دعا د قبلېدو شرایط او آداب

اسلام یوازې د دعا کولو سپارښتنه نه کوي، بلکې د دعا لپاره ځینې آداب او شرایط هم بیانوي چې د دعا روحاني ارزښت زیاتوي. دعا یوازې د ژبې الفاظ نه دي؛ بلکې د زړه اخلاص، د الله تعالی پر قدرت باور، عاجزي او ښه نیت هم پکې شامل دي.

۱. اخلاص او د زړه حضور

د دعا تر ټولو مهم شرط اخلاص دی. انسان باید یوازې الله تعالی وبولي او باور ولري چې حقیقي مرسته یوازې د هغه له لوري راځي. قرآن کریم فرمایي: فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

ژباړه: “نو الله وبولئ، په داسې حال کې چې دین یوازې هغه ته خالص کوئ، که څه هم کافران یې ناخوښ ګڼي.”
(قران الکریم، غافر، ۱۴).

دا آیت څرګندوي چې دعا باید د زړه له صداقت او خالص نیت سره وي. یوازې د ژبې حرکت کافي نه دی؛ بلکې زړه باید د الله تعالی په وړاندې حاضر وي.

۲ پر الله تعالی باور او یقین

کله چې انسان دعا کوي، باید په زړه کې یقین ولري چې الله تعالی یې اوري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

“ادْعُوا اللَّهَ وَأَنْتُمْ مُوقِنُونَ بِالإِجَابَةِ

ژباړه:
الله ته دعا وکړئ، په داسې حال کې چې د دعا د قبلېدو یقین لرئ.” ( سنن الترمذی) .

یقین انسان ته امید ورکوي او له ناامیدۍ څخه یې ساتي. هغه څوک چې پر الله باور لري، د ستونزو پر مهال هم خپل روحیه نه له لاسه ورکوي.

۳ صبر او بېړه نه کول

یو له مهمو آدابو څخه دا دی چې انسان باید د دعا په ځواب کې بیړه ونه کړي. ځینې وخت الله تعالی د انسان دعا ژر قبلوي، خو ځینې وخت یې د حکمت له مخې ځنډوي.

قرآن کریم فرمایي:

وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ

ژباړه:
له صبر او لمانځه څخه مرسته وغواړئ.” ( قرآن کریم، البقره ۴۵).

صبر د مؤمن ځواک دی. کله چې انسان دعا کوي او نتیجه سمدستي نه ویني، باید باور ولري چې الله تعالی د هغه حالت ښه پېژني.

دعا، د انسان هڅه  او توکل

په اسلام کې دعا د کار او هڅې بدیل نه دی. ځینې خلک په غلطه توګه فکر کوي چې یوازې دعا کول کافي دي او انسان باید عملي هڅه ونه کړي. اسلام بیا انسان هڅوي چې دعا هم وکړي او خپل مسؤلیت هم ترسره کړي.

قرآن کریم فرمایي:

وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ

ژباړه:
ووایه: عمل وکړئ، الله به ستاسو عمل وویني (قرآن کریم، التوبه، ۱۰۵).

دا آیت ښيي چې انسان باید هڅه وکړي. دعا د هڅې ملګرې ده، نه د هڅې بدیل.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا هم دا مفهوم څرګندوي:

 “وتړه یې او بیا پر الله توکل وکړه.” ( الترمزي).

یعنې انسان باید خپل امکانات وکاروي، پلان جوړ کړي، کار وکړي، او وروسته د پایلې لپاره پر الله تعالی باور وکړي.

د مثال په توګه، یو ناروغ باید دعا وکړي، خو د درملنې لپاره باید ډاکټر ته هم ولاړ شي. یو زده کوونکی باید د بریا دعا وکړي، خو درس هم باید ووایي. یو بزګر باید له الله څخه د حاصل غوښتنه وکړي، خو ځمکه هم باید وکري.

دعا اوانسان ته یی رواني او روحي ګټې

دعا یوازې یو مذهبي عمل نه دی؛ بلکې د انسان پر رواني حالت هم ژور اغېز لري. کله چې انسان له ستونزو، وېرې او فشار سره مخ شي، دعا هغه ته د آرام، امید او ځواک احساس ورکوي.

۱دعا د زړه سکون رامنځته کوي

قرآن کریم فرمایي: الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (قرآن کریم، الرعد ۲۸) .

ژباړه“: هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او زړونه یې د الله په یاد سره ډاډ او سکون مومي. واورئ! یوازې د الله په یاد سره زړونه آرام او مطمئن کېږي.”

دعا د الله تعالی یاد دی. هغه څوک چې په دعا کې خپل دردونه له الله سره شریکوي، ځان یوازې نه احساسوي.

۲دعا د امید احساس پیاوړی کوي

په ژوند کې انسان له ناروغۍ، مالي ستونزو، کورنیو مشکلاتو او نورو ازموینو سره مخ کېږي. کله چې انسان باور ولري چې یو قادر او مهربان ذات یې دعا اوري، نو د ستونزو د زغمولو توان یې زیاتېږي. حضرت یعقوب علیه السلام، چې د خپل زوی حضرت یوسف علیه السلام له لاسه ورکولو په غم کې و، بیا هم له الله تعالی څخه امید له لاسه ورنه کړ. هغه وویل: فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ (قرآن کریم، یوسف. ۱۸).

ژباړه: “نو ښکلی صبر غوره دی، او د هغه څه په مقابل کې چې تاسو یې بیان کوئ، له الله څخه مرسته غوښتل کېږي.”

دعا او ټولنیز ژوند

دعا یوازې د فرد شخصي اړیکه له الله سره نه ده؛ بلکې د ټولنې د اصلاح وسیله هم ده. مسلمانان د ځان ترڅنګ د نورو خلکو لپاره هم دعا کوي. قرآن کریم د مؤمنانو دعا داسې بیانوي:

رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ (قرآن کریم، الحشر. ۱۰).

ژباړه: “اې زموږ ربه! موږ او زموږ هغه وروڼه وبخښه چې له موږ مخکې په ایمان کې تېر شوي دي.”

دا ښيي چې اسلام انسان هڅوي چې یوازې د خپل ځان فکر ونه کړي، بلکې د نورو لپاره هم خیر وغواړي.

د نورو لپاره دعا د مینې، ورورولۍ او همدردۍ احساس پیاوړی کوي. هغه ټولنه چې خلک یې د یو بل خیر غواړي، له حسد، کینې او ځان غوښتنې څخه لرې کېږي.

پایله

د قرآن کریم آیت: “وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ، د الله تعالی له لوري د انسانانو لپاره یوه ستره بلنه او ژمنه ده. دا آیت انسان ته یادونه کوي چې الله تعالی خپلو بندګانو ته نږدې دی، د هغوی غږ اوري، او د هغوی اړتیاوې پېژني. دعا د مسلمان د ژوند یوه مهمه برخه ده. دا یوازې د ستونزو پر مهال د مرستې غوښتنه نه ده، بلکې د الله تعالی سره د مینې، باور او بندګۍ څرګندونه ده. د دعا له لارې انسان عاجزي زده کوي، امید پیدا کوي، او د ژوند له ستونزو سره په قوي روحیه مقابله کوي.

خو د دعا حقیقي مفهوم دا دی چې انسان دعا، هڅه او توکل سره یو ځای کړي. مؤمن باید خپل مسؤلیت ترسره کړي، خو پایله باید د الله تعالی حکمت ته وسپاري. هغه څوک چې په اخلاص سره الله تعالی ته رجوع کوي، هېڅکله بې برخې نه پاتې کېږي؛ ځکه الله تعالی فرمایلي دي:

“ما وبولئ، زه به ستاسو دعا قبوله کړم.” (قرآن کریم، غافر. ۶۰).

پای

سمیع الله خالد سهاک

کلیفورنیا، د امریکا متحد ایالات

جون- جولای ، ۲۰۲۶ کال

ماخذونه

Al-Ghazali, Abu Hamid. Ihya’ Ulum al-Din (The Revival of Religious Sciences). Translated editions, various publishers.

Al-Tirmidhi, Muhammad ibn Isa. Jami‘ al-Tirmidhi. Dar al-Gharb al-Islami.

The Holy Qur’an. The Qur’an: Arabic Text with English Translation and Commentary. King Fahd Complex for the Printing of the Holy Qur’an, Madinah.

Ibn Kathir, Ismail. Tafsir Ibn Kathir. Darussalam Publishers.

Al-Bukhari, Muhammad ibn Ismail. Sahih al-Bukhari. Darussalam Publishers.

“آیه 28 سوره رعد.” ویکی اهل البیتwiki.ahlolbait.com/آیه_28_سوره_رعد.

https://wiki.ahlolbait.com/%D8%A2%DB%8C%D9%87_28_%D8%B3%D9%88%D8%B1%D9%87_%D8%B1%D8%B9%D8%AF

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...