Homeخبرونهسعودي عرب د تعلیم نوی قانون نافذ کړ؛ له شپږ کلنۍ تر...

سعودي عرب د تعلیم نوی قانون نافذ کړ؛ له شپږ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې زده‌کړه اجباري شوه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) سعودي عربستان د خپل هیواد د ښوونې او روزنې د نوي قانون اجرایي او تنظيمي مقررات تصویب کړي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې د دغه هېواد له وړکتونه تر لېسې پورې د ښوونیز نظام تر ټولو مهم بدلون بلل کېږي.

د سعودي ګزیټ د راپور له مخې، نوی قانون له وړکتون څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کړو لپاره یو جامع قانوني چوکاټ رامنځته کوي او د ښوونځیو، ښوونکو او زده‌کوونکو اړوند مهم بدلونونه پکې شامل دي. د دې قانون هدف د زده‌کړو د کیفیت لوړول، په ښوونه او روزنه کې د خصوصي سکټور د ونډې زیاتول او د سعودي د ۲۰۳۰ لیدلوري (وېژن) له هدفونو سره د تعلیمي نظام همغږي کول دي.

د نوي قانون له مخې، د پوهنې وزیر په مشرۍ د عمومي ښوونې او روزنې شورا جوړه شوې، چې د بېلابېلو دولتي وزارتونو، د زده‌کړو او روزنې د ارزونې کمېسیون او خصوصي سکټور استازي به پکې غړیتوب ولري.

دا شورا به د ملي تعلیمي تګلارو، ستراتیژیو او اوږدمهالو پلانونو څارنه کوي، ښوونځي ته د ماشومانو د داخلېدو لږ تر لږه عمر ټاکي، د اجباري زده‌کړو په مقرراتو کې د بدلون وړاندیز کوي، د ښوونکو د ګومارنې اصول تصویبوي، د مجازي او خصوصي ښوونځیو څارنه کوي او د کابینې د تصویب لپاره د تعلیمي کال مهالوېش وړاندیز کوي.

د نوي قانون مهم ټکي

  • له ۶ تر ۱۵ کلنۍ پورې زده‌کړه اجباري ده. د پوهنې وزارت کولای شي د هغو سرپرستانو (مور او پلار) پر ضد قانوني اقدام وکړي چې ماشومان له اجباري زده‌کړو محروم کړي یا یې ماشوم ښوونځی پرېږدي.
  • په دولتي ښوونځیو کې زده‌کړې وړیا پاتې کېږي.
  • عربي ژبه به د ښوونې اساسي ژبه وي، خو ښوونځي د اړتیا په صورت کې په نورو ژبو هم تدریس کولای شي.
  •  په دولتي ښوونځیو کې به د هلکانو او نجونو جلا زده‌کړه د ماشومتوب له پړاو وروسته دوام ولري، خو دا شرط به پر خصوصي ښوونځیو نه تطبیقېږي.
  • حضوري زده‌کړه به د ټولو ټولګیو لپاره د تدریس اساسي بڼه وي، خو وزارت به د هممهالو، غیرهممهالو او ځان‌محوره انلاین زده‌کړو د پراختیا لپاره هم مقررات جوړوي.
  • وزارت به د کار بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مسلکي او تخصصي تعلیمي څانګې هم رامنځته کوي.
  • په قانون کې د معلولو او تکړه زده‌کوونکو لپاره ځانګړې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

د خصوصي ښوونځیو لپاره سخت شرایط

د نوي قانون له مخې، خصوصي ښوونځي باید د لوړو تعلیمي معیارونو پوره کولو ته ژمن وي او د ښوونې او روزنې د ارزونې کمېسیون یا د سعودي له لوري د منل شوې نړیوالې اعتبار ورکوونکې ادارې څخه رسمي تصدیق ترلاسه کړي.

د پوهنې وزارت به ښوونځیو ته د جواز ورکولو، د مالکیت د لېږد، د ښوونځیو د فعالیت او د نړیوالو نصابونو د تطبیق چارې هم تنظیموي، او ډاډ به ترلاسه کوي چې د ملي نصاب اړوند مضامین تدریسېږي.

همداراز، د ښوونیز جواز غوښتنلیکونه به د ۳۰ ورځو په موده کې وڅېړل شي او پرې به لیکلې پرېکړه وشي، او هغه غوښتونکي چې غوښتنلیک یې رد شي، د استیناف حق به ولري.

د سعودي عربستان په ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو زده کوونکو تناسب نژدې مساوي دی، او د سعودي د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په ښوونځیو کې د ټولو زده کوونکو شاوخوا نیمايي برخه هلکان او  نیمايي نجونې دي.

په مجموع کې د سعودي په ښوونځیو کې شاوخوا ۶.۷ میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. خو په پوهنتونونو کې د نجونو شمېر زیات دی. د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس پر اساس، د دغه هیواد د پوهنتونونو له ۵۱ اڅخه تر ۵۳ سلنې نجونې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...