تاند – دا لهجه د الیزابیتي انګلیسي، د اتلسمې پېړۍ د ایرلنډي او سکاټلنډي سندرو، او د سمندري غلو د اصطلاحاتو ګډه مجموعه ده.
د هویتایدر (Hoi Toider) ځانګړې لهجه د شمالي کارولینا ایالت په اوکراکوک ټاپو (Ocracoke Island) کې دود ده او د امریکا د بومي خلکو، انګلیسي ماڼوګانو او سمندري غلو د ګډ تاریخي ژوند پایله ده. ډېری کسان دا لهجه په امریکا کې «د انګلیسي تر ټولو انګلیسي» لهجه بولي.
د ټاپو جغرافیایي انزوا، چې یوازې د کښتۍ له لارې ورتک ممکن دی، سبب شوې چې دا کوچنۍ ټولنه له څو پېړیو راهیسې خپله د خبرو طریقه، لغتونه او کلتوري دودونه وساتي. د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې وازې د بېړۍ په وسیله دې ټاپو ته تګ ممکن و.
دوی (high tide) یا لوړ مد (Hoi Toider) تلفظ کوي، له همدې کبله د دوی پر لهجه دا نوم ایښودل شوی دی.
ژبپوهان دا لهجه بېسارې ګڼي، ځکه پکې داسې جوړښتونه او تلفظونه شته چې د شمالي امریکا په بل هېڅ ځای کې نه اورېدل کېږي. د دې لهجې بنسټ د الیزابیتي انګلیسي، د اتلسمې پېړۍ د ایرلنډي او سکاټلنډي ژبو او د سمندري غلو د اصطلاحاتو ترکیب دی، او لغتونه یې د ټاپو د ځایي تاریخ او پخواني ژوند طرز انعکاس کوي.
د «هویتایدر» لهجه یوازې د خبرو یوه بڼه نه ده، بلکې د ژوند یو لیدلوری دی چې د پېړیو ګډ ژوند په پایله کې رامنځته شوی دی. د اوکراکوک زاړه اوسېدونکي، چې ځانونه «اوکاکر» بولي، لا هم داسې کلمې کاروي چې ریښه یې د شپاړسمې پېړۍ انګلیسي، ایرلنډي او سکاټلنډي لهجو او حتی سمندري اصطلاحاتو ته رسېږي. ډېرې دا کلمې په هېڅ قاموس کې نه دي ثبت شوي او یوازې له یوه نسل بل ته د انتقال له لارې ساتل شوې دي.
همدې ځانګړتیا اوکراکوک د ژبپوهنې په یوه ژوندي لابراتوار بدل کړی، چې له ټولې امریکا څېړونکي ورته راځي.
د دې کوچنۍ ټولنې لپاره ژبه د سمندري غلو، کښتۍ چلوونکو، ووکن بومي خلکو او د اتلسمې پېړۍ د لومړنیو مېشتېدونکو ترمنځ د تاریخي تړاو پُل دی.
خو د نن ورځې کلتوري او نفوسي فشارونو بدلونونه رامنځته کړي او د دې لهجې د له منځه تلو بهیر یې چټک کړی دی. له اصلي وچې څخه دې ټاپو ته د خلکو مهاجرت، د ملي رسنیو او انټرنېټ نفوذ، او د ګرځندویانو زیات حضور سبب شوی چې ماشومان له اصلي لهجې سره لږ بلد شي. نن سبا د ټاپو له ۶۷۶ اوسېدونکو څخه تر نیمایي کم کسان په اصلي هویتایدر لهجه خبرې کوي، او ډېر یې یوازې په کورنیو یا ځانګړو مراسمو کې اوري.
سره له دې چې دا لهجه له خطر سره مخامخ ده، د اوکراکوک کلتوري روح لا هم ژوندی دی: ټولنیزه همکاري، ارام او بېبیړې یا بې سترسه ژوند، او دودونه لکه د انځر جشن او پخوانۍ لوبې لا هم دوام لري، چې ښيي که لهجه بدله هم شي، د ټاپو کلتوري هویت به ژوندی پاتې وي.