پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمرستندویې ډلې: په ۲۰۲۵ کې تر ۵ میلیونه ډېر افغان کډوال افغانستان...

مرستندویې ډلې: په ۲۰۲۵ کې تر ۵ میلیونه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۶ مه) د مرستندویو ادارو په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۵.۲ میلیونه زیات خلک افغانستان ته ستانه شوي، چې له امله یې بشري فشارونه لا پسې زیات شوي او نړیوالو مرستو ته اړتیا او غوښتنه لا زیاته شوېزده.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون (IFRC) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر نوومبر پورې له ایران او پاکستان څخه تر ۵.۲ میلیون زیات خلک افغانستان ته راستانه شوي، چې د هېواد له وړاندې څخه نازک بشري وضعیت یې په شدت خراب کړی دی.

د بشري ادارو او د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) پر اساس، IFRC ویلي چې له ایران څخه تر ۳.۶ میلیونه زیات کسان راستانه شوي، چې پکې شاوخوا ۱.۲ میلیونه په زور ایستل سوي، او له پاکستان څخه تر ۸۰۴ زره زیات کسان ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټکتیا له اپرېل وروسته ډېره زیاته شوه، چې په دواړو هېوادونو کې د سختو  اقداماتو له پيل سره هممهاله وه، او دا بهیر د ژمي له سختو شرایطو سره سره روان پاتې شو.

مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې د ستنېدنو کچه او چټکتیا د افغانستان د محدودو امکاناتو او د جذب د وړتیا له وسه پورته ده او پر کوربه ټولنو اضافي فشار راولي، هغه ټولنې چې لا له وړاندې له بېوزلۍ او د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد د عملیاتو دوهم پړاو پيل کړ، چې په پیل کې یې بې اسناده افغانان په نخښه کړل او وروسته یې دا تګلاره د افغان تابعیت کارتونو او د ثبت سندونو لرونکو کسانو ته هم وغځوله.

په ۲۰۲۵ کال کې نژدې دوه پر درېیمه برخه ټولې ستنېدنې له ایران څخه وې، چې لامل یې د استوګنې سخت کنټرولونه او اقتصادي فشارونه وو. ډېری ستنېدونکي د هرات د اسلام‌قلعه او د نیمروز د میلک–زرنج له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

بشري ادارو ویلي چې ډېری ستنېدونکي له لږ وسایلو سره رارسېدلي، او ښځې، ماشومان، بې‌سرپرسته کوچنیان او هغه کسان چې د خوندیتوب ځانګړو امکاناتو ته اړتیا لري، د سرپناه، روغتیايي خدمتونو او دندې ته د محدود لاسرسي له امله له لوړو خطرونو سره مخ دي.

هغوی همدارنګه د ثبت شويو کډوالو او پناه غوښتونکو د خپل‌سري شړلو د راپورونو په اړه اندېښنه ښوولې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې ښايي د نړیوالو ساتندویي معیارونو خلاف وي.

مرستندویې ډلې وايي، افغانستان چې لا له وړاندې له پراخې بېوزلۍ او د خوړو له کمښت سره مخامخ دی، له بېړنیو نړیوالو مرستو پرته د میلیونونو ستنېدونکو د جذبولو توان نه لري.

هغوی له بسپنه ورکوونکو وغوښتل چې مالي مرستې او د ساتنې تدابیر زیات کړي، او خبرداری یې ورکړی چې که د بیا مېشتېدو له مناسب ملاتړ پرته ډله‌ییزې ستنېدنې دوام ومومي، نو دا به د بې‌ثباتۍ او د بې‌ځایه کېدو نوې څپې رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...