سه شنبه, مې 21, 2024
Home+زما ځواب/ محمد اکبر پیمان

زما ځواب/ محمد اکبر پیمان

 د دفتر همکار مې راڅخه وپوښتل- ډاکتر صاحب په دفترونو کې د ښځو د کار په اړه څه نظر لرئ؟

زما ځواب د ځواب پر ځای څو پر له پسي پوښتنې وې؟

راځه دا پوښتنه په یوه لیري پرته ولسوالۍ کي د جومات له ملا صاحب څخه کړو. څه فکر کوئ چې د ملا صاحب ځواب به څه وي؟

راځه اوس همدا پوښتنه د ولایت مرکز ته نژدې د یوه جومات له ملا څخه وکړو. څه فکر کوئ چې د دې ملا صاحب ځواب به څه وي؟

راځه د ولایت مرکز ته به راشو او د ښار  له خطیب څخه به هم همدا خبره وپوښتو. څه فکر کوئ چې د خطیب صاحب نظر  به څه وي؟

راځه له خپل ولایت څخه لاړ شو هرات ته او هلته همدا پوښتنه له مختلفو ملا صاحبانو څخه وکړو. ایا ځوابونه به یې زموږ د ولایت د ملایانو او خطیب صاحب له ځواب سره یو شی وي. هیڅکله نه!

راځه دا پوښتنه را اخلو او فکر کوو چي داکتر صاحب نیازي د وزیر اکبر خان جامع جومات پخواني امام ژوندی دی او له هغه څخه همدا پوښتنه کوو. د دې سړي ځواب خو به دې بیخي حیران کړي او له نورو ځوابونو څخه به بیخي توپیر ولري (دې سړي له الأزهر څخه دوکتورا درلوده).

راځه اوس د ډاکتر ذاکر نایک ایمیل ادرس پیدا کړو او  هغه ته خپله پوښتنه ایمیل کړو. څه فکر کوئ چې هغه به څه شی درته ولیکي او څه ډول ځواب به درکړي؟

ځوابونه ولي مختلف دي حال دا چې د ځوابونو منبع یوه ده (اسلامي شریعت). او دا د اسلامي شریعت ځوابونه څومره له رواج، نړي لید، د سواد له کچي او  حتی قومیت سره تغیر کوي؟

ایا دا تغیر نوی دی؟ نه هیڅلکه نه د اسلام په سر کې شراب نه وو  حرام او خدای مومنانو ته امر وکړ چي د نشې په وخت کي لمانځه ته مه نژدې کيږئ (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ ). خو وروسته شراب حرام شول او داسی حرام شول چي جزا هم ورته وټاکل شوه. د لمانځه طریقه د اسلام په سر کې یو ډول وه خو بیا بل ډول شوه ځکه زه په لمانځه کې تر نامه لاندې لاسونه نیسم او ستا هغه پروني ملګري لاسونه په سینه ږدي. ځکه د امام اعظم، شافعی، حنبلی او احمد طریقی هم توپیر لري حال دا چي ټولې اهل سنت دي.

اوس به ستا اصلی پوښتنې ته راشم چي د شریعت له نظره په دفترو  کې د ښځو کار څنګه دی دا ستا په فکر، رواج، سواد او ډیرو نورو شیانو پوري اړه لري چي ستا تعبیر او تفسیر له شریعت څخه څه دی. دا خبره یوازی په دفتر کي د کار کولو په اړه نه بلکی د نوروز، موسیقۍ، ږیرې او کالیو او حتی د ډوډۍ خوړولو په د طرز  هم صدق کوي. زموږ په ملک کي د نکتایی په اغوستلو ډیر کسان ووژل شول حال دا چې داکتر ذاکر نایک ښه سره نکتایی تړي. خو یوه خبره ډیره مهمه ده چي عقل یې کم ورکړ تل یی غم ورکړ او یا لکه زما هزاره ملګري چې فرمایی عقل کم باشد جان در عذاب است.

د ښځو ورځ مو مبارک شه او نور بیا…

د مارچ اتمه ۲۰۲۲

په سعودي کې په لومړي ځل ښځې زېلګاډی چلوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب