سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه سعودي کې په لومړي ځل ښځې زېلګاډی چلوي

په سعودي کې په لومړي ځل ښځې زېلګاډی چلوي

تاند (جمعه، د دلوې ۲۹ مه) په سعودي عربستان کې د رېلګاډي د ترانسپورت یوه کمپنۍ، چې په وروستیو کې یې ۳۰ ښځې په کار ګومارلي، وايي چې د دې دندو لپاره ۲۸ زره ښځو غوښتنلیکونه ورسپارلي وو.

هغه ښځې چې ګومارل شوې دي، له یو کال روزنې وروسته به د مکې او مدینې ښارونو ترمنځ چټک یا ایکسپریس رېلګاډي چلوي.

دا په سعودي عربستان کې، چې تر څو کلونو مخکې پورې د ښځو په ډېرو کارونو بندیز و، لومړی ځل دی چې ښځو ته اجازه ورکول کېږي چې رېلګاډي وچلوي.

اوس ډېری سعودیان دا مني چې د ښځو له لوري د موټر او نورو نقلیه وسایلو چلول هیڅ مذهبي ممانعت نه لري او هسي د دوی دودیز خنډونه سبب شوي وو چې د ښځو د کار او پرمختګ مخه ونیسي.

د سعودي ځوان ولیعهد محمدبن سلمان لومړنی شهزاده دی چې د خپل هیواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یې په خپله محافظه کاره ټولنه کې لوی خطرونه په غاړه اخیستي دي.

محمد بن سلمان پوهېږي چې د تېلو وخت په تېرېدو دی او باید د ټولنې ټول وګړي کار وکړي چې سوکاله ژوند یې په برخه شی.

تر دې مخکې سعودي عربستان ښځو ته د موټر چلولو او په سپورتي سیالیو کې د برخې اخیستلو په شمول یو شمېر نورې ازادۍ اعلان کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی