سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان شمال ټلوالې سره د ای ایس ای د مشر لیدنه رد...

پاکستان شمال ټلوالې سره د ای ایس ای د مشر لیدنه رد خو د ټلوالې سرچينو تاييد کړه

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اته ویشتمه)‏ په کابل کې د پاکستان سفارت هغه ادعاوې ردکړې، چې ګواکې د پوځي استخباراتو رييس جنرال نديم يې په ترکيه کې د افغانستان د شمال ټلوالې ځینو مشرانو سره ليدلي.

د دې لیدنې راپور له نيږدې يوې اونۍ راهيسې خپور شوی او ويل شوي، چې جنرال نديم په پټه ترکېې ته تللی او له عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور او حاجي محقق سره یې لیدلي.

د عطا محمد نور په مشرۍ د جميعت ګوند د انشعابي ډلې یوه مخکښ غړي واقف حکيمي دغه لیدنه تایید کړې او ويلي، چې پاکستاني استازي له نور او نورو سياسي څېرو سره په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په اړه خبرې کړي او د دوی نظرونه یې په دې اړه ترلاسه کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له څو ورځو راهيسې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ګواکې پاکستاني چارواکي د افغانستان پر واکمنو طالبانو ډېر باور نه لري.

ګومان کېږي، چې طالبانو د همداسې سياسي معاملو په اړه د پاکستاني چارواکو غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې، خو په دې اړه دواړو لوريو رسمي دريځونه نه دي څرګند کړي.

د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې هم د شمال ټلوالې د ډېرو مشرانو په ګډون ډېرو افغان سياسي ډلو، په خاصه توګه جهادي او پاکستان ته نورو نیږدې ډلو د پاکستان په منځګړتوب طالبانو سره ګډ حکومت جوړولو ته لېوالتيا ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب