Homeخبرونهملا برادر د آغا خان فاونډیشن د مرستو مننه او د زیاتیدو...

ملا برادر د آغا خان فاونډیشن د مرستو مننه او د زیاتیدو غوښتنه وکړه

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اته ویشتمه)‏ د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د آغا خان فاونډیشن له استازي سره لیدلي.

د ملا برادر اخند مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دې لیدنه کې برادر اخند په افغانستان کې د یاد شوي فاونډیشن د مرستو مننه او د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

ملا برادر اخند ویلي، چې دغه فاونډیشن دې خپل خدمتونه او فعاليتونه پر ښارونو سربېره کلیوالو سیمو ته هم وغځوي.

د آغا خان فاونډیشن استازي ويلي، چې دوی له ۲۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې تعليمي ، روغتيايي او نور خدمتونه کړي او لا نور به ورته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شوي فاونډیشن فعاليتونه تر ډېره د هزاره سیمو لپاره محدود دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...